ژبه

نصرت حق‌پرست خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د ازادو مبارزاتو ورزشکار نصرت حق‌پرست خپل امریکايي سیال جرد ګورډون، ته ماتې ورکړه.

دغه سیالي تېره شپه د سعودي‌عربستان په ریاض ښار کې (د وروستۍ اتلولۍ مبارزه (UFC په سازمان کې ترسره شوه.

حق‌پرست وتوانېد چې د خپل پیاوړي امریکایي سیال پر وړاندې د ارزوونکو د نمرو په توپیر دغه سیالي وګټي.

دا په ازادو سیالیو کې له مسلکي کېدو را په‌ دېخوا د حق‌پرست ۱۷مه بریا ده.

حق‌پرست دا مهال د نړۍ په کچه ۲۶م مقام او ټولټال ۲۲ مسلکي ریکارډونه لري چې په دغو سیالیو کې یوازې پنځه ځله له ماتې سره مخ شوی دی.‎