ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې

کونړ کې د چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې

author avatar
27 Jun 2024 - 14:26
کونړ کې د چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې
author avatar
27 Jun 2024 - 14:26

اسعداباد (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د کونړ امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د ۲۰۰ چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د کونړ امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فریدالله دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د ځنګل ساتنې قطعې د چپې درې ولسوالۍ په دیګل دره کې د ۲۰۰ چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده.

هغه وايي، د دغو چهارتراشو د قاچاق په تړاو څلور کسان هم نیول شوي چې دا مهال تر څېړنو لاندې دي.

ده زیاته کړه چې اسلامي امارت هېچا ته په خپل سر د ځنګلونو وهلو او د لرګیو قاچاق اجازه نه ورکوي.

بل لورته خلک هم د ځنګلونو پر ساتنې ټينګار کوي.

د کونړ د شیګل ولسوالۍ یوه قومي مشر شاه‌محمد پژواک ته وویل چې د ځنګل ساتنې لپاره باید د حکومت ترڅنګ قومي تړې او ناغې هم را ژوندۍ شي.

هغه وايي: «له کلونو راهیسې دلته د قاچاقبرو او مافیايي کسانو له خوا د نښترو شنې ونې وهل شوې او چهارتراش یې قاچاق شوي دي، حکومت دې هم خپل کوښښ وکړي خو قومي تړې او ناغې هم باید ورته را ژوندۍ شي څو هېڅوک په خپل سر ونې قطع نه کړي.»

د یادنې ده، کونړ د نښترو ګڼ ځنګلونه لري چې له لرګیو څخه یې د ساختماني چارو ترڅنګ د زینتي توکو په جوړولو کې هم استفاده کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.