ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: لوږه او ناسم اقتصادي وضعیت له تېر نظام څخه په میراث پاتې دی

مولوي عبدالکبیر: لوږه او ناسم اقتصادي وضعیت له تېر نظام څخه په میراث پاتې دی

author avatar
28 Jun 2024 - 11:45
مولوي عبدالکبیر: لوږه او ناسم اقتصادي وضعیت له تېر نظام څخه په میراث پاتې دی
author avatar
28 Jun 2024 - 11:45

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کې ویلي، د ا.ا دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصي او مسوولین د خلکو په خدمت کې دي، هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره او هېواد کې به اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په سپېدار ماڼۍ کې د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو، علماوو او د اسلامي امارت له یو شمېر مسوولینو سره وکتل.

سرچینې ویلي، په دغه لیدنه کې راغلو قومي مشرانو او علماوو په افغانستان کې د واقعي اسلامي نظام ټینګښت د افغانانو غوښتنه یاده کړه او ویې ‌ویل چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا او ثبات لپاره له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

ارګ زیاته کړې، دغو قومي مشرانو او علماوو، د هېواد او سیمې د روانو موضوعاتو او مسایلو په اړه خپل نظریات او مشورې د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې او ویې ویل چې  له پوځي او سیاسي بریا وروسته اړتیا ده چې په اقتصادي او فرهنګي برخو کې هم هڅې وشي څو افغانستان پر ځان بسیا شي.

په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر له یادو مشرانو او علماوو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د اسلامي امارت دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصې دي او مسوولین د خلکو په خدمت کې دي.

هغه زیاته کړه: « له تېر نظام څخه اسلامي امارت ته لوږه او ناسم اقتصادي وضعيت په ميراث پاتې دی او اسلامي امارت يې د له منځه وړلو لپاره په ټول توان هڅه کوي.»

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت له لوري په تطبیق کېدونکو اساسي پروژو سره به خلکو ته د کار زمينه برابره او اقتصادي پرمختګ به رامنځته شي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.