ژبه

بلخ کې سږ کال د شفتالو حاصلات نږدې دوه برابره ډېر شوي

مزارشریف (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د شفتالو حاصلات شاوخوا څلور زره ټنو پورې اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېروالی ښیي.

د بلخ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت په دولت‌آباد، بلخ، شولګره، چهاربولک، دهدادي او نهرشاهي ولسواليو کې پر ۵۰۰ هکټار ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال له هر هکټار بڼ څخه لږ تر لږه څلور ټنه حاصل راټولیده خو سږ کال د بارانونو ورښت او مناسبې هوا له امله به د دغو حاصلاتو کچه له ۷ تر ۸ ټنو پورې ورسېږي.

هغه زیاتوي چې د دغه ریاست د اټکل له مخې، سږ کال به په ټوله کې له ۵۰۰ هکټاره بڼونو څخه شاوخوا ۴ زره ټنه د شفتالو حاصلات راټول شي.

په همدې حال کې د یاد ریاست د تحقیقاتي فارم مدیر عبدالعزیز سلطاني وایي چې د بلخ هوا او اوبه د هر ډول شفتالو لپاره مناسب دي او دا مهال بلخ کې ۱۲ ډوله د شفتالو ونې شتون لري چې د مایکریست، شلیل، قیسي، جورس، فلاور او فلایز په نومونو یادېږي.

که څه هم د شفتالو د حاصلاتو ډېروالي په بڼوالو کې هیله‌مندي ډېره کړې خو بیا هم د ملاتړ غوښتنه کوي.

دغه باغ لرونکي وايي، د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالي په موخه د کرنې ریاست باید له نورو بنسټونو سره په همغږۍ د کیمیاوي سرې او درملو وېش لړۍ پیل کړي.

د دهدادي ولسوالۍ یو بڼوال فیض‌الله وایي، له لسو کلونو راهیسې پر بڼوالۍ بوخت دی او سږ کال د شفتالو له حاصلاتو راضي دی.

نوموړی زیاتوي، سږ کال موسمي بارانونه او مناسبه هوا د دې لامل شوي چې د شفتالو حاصلات ډېر شي.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې له دوی سره دې د کیمیاوي سرې او درملو برخه کې مرسته وکړي څو راتلونکي کال ته یې حاصلات تر دې هم ډېر شي.

محمدبشیر چې په دهدادي ولسوالۍ کې پر دوه جریب ځمکه د شفتالو بڼ لري، وايي چې د تېر کال په پرتله یې سږ کال حاصلات ښه دي خو له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.

نوموړی زياتوي: «حکومت دې د بازارموندنې ترڅنګ د شفتالو ساتلو لپاره سړې‌ خونې جوړې کړي او همداراز دې د حاصلاتو ټولولو، ساتلو او بسته‌بندۍ په موخه لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.»

د یادونې ده چې دا مهال د بلخ ولایت په بلخ، چهاربولک، چمتال، شولګره، دهدادي، دولت‌آباد او نهرشاهي ولسوالیو کې د زردالو ۱۲ ډوله ونې هم شته چې د هېواد له نورو ولایتونو څخه د ترویج په موخه راوړل شوې دي.

ورته موضوع