کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳): سېمهییز مسوولین وایي، په غزني او میدان وردګو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د غزني ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سېمه کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله څلور کسان ټپیان شوي دي.
هغه وویل چې په دغه موټر کې سپاره کسان د ارزوګان ولایت اوسېدونکي دي چې د کابل په لور روان وو.
دغه راز د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار وایي، نن غرمه مهال د دغه ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند په خیرولنګ سېمه کې یوه فلانکوچ موټر د سراچه ډوله موټر سره ټکر کړی دی چې له امله یې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه وویل چې د یادې پېښې ټپيان د درملنې په موخه روغتیایي مرکز انتقال شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP