ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو اوو ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۱۱ زره کډوال راستانه شوي

په تېرو اوو ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۱۱ زره کډوال راستانه شوي

author avatar
4 Jul 2024 - 16:46
په تېرو اوو ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۱۱ زره کډوال راستانه شوي
ارشیف
author avatar
4 Jul 2024 - 16:46

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۱ زره او ۲۰۱ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال د روانې چنګاښ میاشتې له ۷مې تر ۱۳مې پورې له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي دي.

پژواک خبري اژانس دغه شمېرې له تېرو اوو ورځو راهیسې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې را اخیستې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د یادو کډوالو له ډلې ۴۱۵۷ کسان چې شاوخوا ۷۷۶ کورنۍ کېږي د تورخم او سپن‌بولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول راایستل شوي دي.

دغه راز، په یاده موده کې ۷۰۴۴ کسان د نیمروز د ابرېشم پله له لارې له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې په لومړۍ پاکستان په دغه هېواد کې د مېشت بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه.

د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د افغان کډوالو د «پي‌او‌ار» کارتونو موده پای ته رسېدلې ده.

د دغو کارتونو د اعتبار موده د روان کال په اپریل میاشت کې پای ته رسېدلې وه، خو بیا د پاکستان حکومت د کابینې د پرېکړې له مخې د دغو کارتونو د اعتبار موده د روان کال د جون تر ۳۰مې پورې وغځول شوه چې د تېرې یکشنبې پر ورځ دغه نېټه بیا پای ته رسېدلې ده.

هغه مهال پاکستان ویلي وو چې د «پي‌اوار» کارتونو لرونکي افغان کډوال به د بې‌اسناده کډوالو ایستلو درېیم پړاو کې بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې درې اعشاریه یو میلیون افغان کډوال مېشت دي چې ۱،۳ميليونه «پي‌او‌ار» او شاوخوا ۹۰۰ زره یې افغان سیټیزن کارت «اې‌سي‌سي» په نوم کارتونه لري او پاتې نور یې اسناد نه لري.

د یادونې ده، د تېرې غبرګولي میاشتې له ۳۱مې د روانې چنګاښ میاشتې تر شپږمې پورې له پاکستان او ایرانه ۱۱ زره او ۲۶۱ کسان په زور او یا خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي وو.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.