ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټولګټو وزارت: د افغان ټرانس پروژې لومړنۍ تخنيکي سروې به په نږدې راتلونکې کې پیل شي

ټولګټو وزارت: د افغان ټرانس پروژې لومړنۍ تخنيکي سروې به په نږدې راتلونکې کې پیل شي

کابل (پژواک، ۱۵ سرطان ۱۴۰۳): د ټولګټو وزارت خبر ورکوي چې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ ترمیماتي چارو تړون د شپږو میاشتو لپاره وغځېد او وايي، د افغان ټرانس اوسپنې‌پټلۍ پروژې د لومړنۍ تخنيکي سروې چارې به په نږدې راتلونکې کې پيل کړي.

د افغانستان، ازبکستان او پاکستان اوسپنې پټلۍ (افغان ټرانس) – چې ۷۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان له خاورې مرکزي اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي – په افغانستان کې د بلخ ولایت له مرکز مزارشریف څخه پیل او د ننګرهار تر تورخم ښارګوټي پورې رسېږي.

د دې پروژې لومړنۍ ساحوي سروې تېر کال په زمري میاشت کې بشپړه شوې ده.

د ټولګټو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د اوسپنيزې کرښې معينيت او ازبکستان د رېل‌پټلۍ ادارې ترمنخ د حيرتان – مزارشريف مسير د ترميماتي چارو تړون د شپږو مياشتو لپاره وغځېد.

سرچينې لیکلي، د ياد مسير قرارداد چې ټاکلې نېټه يې پای ته رسېدلې وه، خو د ځينو سټېشنونو ترميماتي چارې لا پاتې وې، په همدې موخه بياځلي وغځول شو.

یاد وزارت زیاته کړې چې د اوسپنیزې کرښې مرستيال ملا بخت‌الرحمن شرافت، د ټولګټو سرپرست وزیر ملا محمدعيسی ثاني د هدايت پر اساس وړمه ورځ حیرتان بندر ته سفر وکړ او هلته یې د ازبکستان د رېل‌پټلۍ ادارې د ریيس په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د کتنې په ترڅ کې پر دوه اړخيزو رېلي همکاريو او يو شمېر نورو مهمو مسايلو خبرې وکړې.

ټولګټو وزارت لیکلي، د ازبکستان راغلي پلاوي ډاډ ورکړ چې د حيرتان – مزارشريف په مسير کې د نايب‌اباد سټېشن چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او په دې سره به رېلي انتقالات او سوداګريز توکي د مزارشريف تر ښار پورې ورسېږي.

د خبرپاڼې له مخې، ازبکستاني پلاوي ژمنه وکړه چې هېواد يې چمتو دی د رېل‌پټلۍ د تخنيکي او مسلکي ظرفيت لوړولو او روزنې په موخه د اوسپنيزې کرښې معينيت اړوند کارکوونکو ته بورسونه ورکړي، څو لا مسلکي شي.

ياد پلاوي دغه راز وويل، په پام کې لري چې د ازبکستان او عربي متحده اماراتو ګډ تخنيکي ټيمونه په نږدې راتلونکې کې د افغان ټرانس رېلي پروژې د لومړنۍ تخنيکي سروې چارې پيل کړي.

د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال ازبکستان د افغانستان يو مهم او اغېزناک رېلي همکار بللی او ویلي یې دي، افغان ټرانس رېلي پروژه يوه سيمه‌ييزه اتصالي پروژه ده چې د افغانستان لپاره په لوړه کچه لومړيتوب لري.

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.