کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د هند لومړی وزیر نریندرا مودي سبا (دوشنبه) په یوه دوه ورځني سفر روسیې ته ځي.
اسوشیټېد پرېس راپور ورکړی چې مودي به په دغه سفر کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتن سره وویني.
روسیه له سړې جګړې راهیسې له هند سره پیاوړې اړیکې لري او د مسکو لپاره د یوه مهم سوداګریز شریک په توګه د نوي ډیلي اهمیت وروسته له هغه ډېر شوی چې کرملين د ۲۰۲۲ په فبرورۍ کې اوکراین ته سرتېري واستول.
د مودي په مشرۍ هند د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له غندلو ډډه کړې او په ورته وخت کې یې د سولهییز حل پر اړتیا ټینګار کړی دی.
پوتین وروستی ځل د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې په ازبکستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې له مودي سره لیدلي وو.