ژبه

درېیو ولایتونو کې له څه باندې اته زره کورنیو سره مرستې وشوې

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): سیمه‌ییز مسؤولین وایي، په ننګرهار کې له اووه زره راستنو شوو کورنیو سره نغدي او په لوګر کې له ۱۲۳۳ کورنیو سره د خوراکي توکي او په لغمان کې له لسګونو کورنیو سره د سویابین اصلاح شوي تخم مرسته وشوه.

د ننګرهار ولایت مستوفیت د غیرمالیاتي عوایدو امر مولوي محمدخان امین وایي چې په دغه ولایت کې له پاکستان او ایرانه په زوره را ایستل شوو ۷۰۰۰ کورنیو ته نغدې پيسې ووېشل شوې.

هغه وویل چې دا مرسته د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې له ملي بودجې ورکړل شوې ده.

دی وایي، په دې مرسته کې له هغو کورنیو سره چې د غړو شمېر یې پنځه کسان وو، لس زره افغانۍ ورکړل شوي او که له هغې یې شمېر زیات و، نو د هر غړي پر سر زر افغانۍ ور اضافه شوې دي.

دغه راز، د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسؤول صبغت‌الله نایب‌خېل وایي، په دغه ولایت کې له ۱۲۳۳ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

هغه وویل چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان په مالي مرسته شوې او هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه ‎اوړه، ۱۰ لېتره غوړي، ۶ کيلوګرامه دال، ۳ کيلوګرامه سوپر سریال او ۳۰  پاکټه د ماشومان تقویتي خواړه ورکړل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د لغمان ولایت د کرنې ریاست مطبوعاتي مسوول سردار زهیر وایي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار، قرغیو او الینګار ولسوالیو کې ۹۰ کروندګرو ته د سویابینو د اصلاح شوي تخم د وېش لړۍ پیل شوه.

هغه وویل چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې موسسې له لوري وېشل کېږي او هر بزګر ته د دوه جریب ځمکې لپاره ۲۰ کیلوګرامه سویابین ورکول کېږي.