ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مالیې وزارت: په کور ناستو ښځینه کارکوونکو ته ۵۰۰۰ افغانۍ او نورو ته پخواني معاشونه ورکول کېږي

مالیې وزارت: په کور ناستو ښځینه کارکوونکو ته ۵۰۰۰ افغانۍ او نورو ته پخواني معاشونه ورکول کېږي

author avatar
8 Jul 2024 - 17:32
مالیې وزارت: په کور ناستو ښځینه کارکوونکو ته ۵۰۰۰ افغانۍ او نورو ته پخواني معاشونه ورکول کېږي
author avatar
8 Jul 2024 - 17:32

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د مالیې وزارت وایي، په دولتي ادارو کې به ټولې ښځینه کارکوونکې د پخوا په څېر خپل معاشونه ترلاسه کوي او یوازې هغو ښځینه کارکوونکو ته به پنځه زره افغانۍ ورکول کېږي چې په کور ناستې دي.

د چارو ادارې د روان کال د غبرګولي په څلورمه د چاپېریال‌ساتنې ملي ادارې ته په یوه مکتوب کې لیکلي وو: «د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله تعالی حکم په لاندې تفصیل صادر شوی: په حکومتي ادارو کې ټولې هغه ښځینه کارکوونکې چې د تېرې ادارې له لوري پر دندو ګومارل شوې او اوس هم د اسلامي امارت له لوري معاشونه ورته اجرا کېږي، د هغوی ټولو معاشات دې په بودجوي او غیربودجوي واحدونو کې پنځه زره افغانۍ تعیین شي (د ټولو د معاشونو مقدار دې یو شي).»

وروسته له هغه په ټولنیزو پاڼو کې یو بل مکتوب هم خپور شو چې ماليې وزارت لیکلي، د ښځینه کارکوونکو د معاشونو په اړه دې د یاد حکم له مخې اصولي اقدام وشي.

د چنګاښ په یوولسمه یو شمېر ښځینه دولتي کارکوونکو پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي وو چې پنځه زره افغانیو ته یې د  معاشونو ټیټېدو په اړه څرګندونو ډېرې اندېښمنې کړې خو هغه مهال یوې سرچينې ویلي وو چې د یاد مکتوب په اړه د مشرتابه له مقامه د وضاحت غوښتنه شوې او د موضوع د حل او روښانه کولو لپاره هڅې روانې دي.

د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل نن پژواک خبري اژانس ته وویل، یوازې هغو ښځینه کارکوونکو ته پنځه زره افغانۍ معاش ورکول کېږي چې په کور ناستې دي.

هغه وویل، د ښوونکو او ډاکټرانو په ګډون په نورو ټولو دولتي ادارو کې هغه ښځینه کارکوونکې چې خپلو دندو ته ورځي، د پخوا په شان به خپلې تنخواګانې ترلاسه کوي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.