ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې نږدې ۸۹۰ میلیون زړې افغانۍ وسوځول شوې

کابل کې نږدې ۸۹۰ میلیون زړې افغانۍ وسوځول شوې

author avatar
10 Jul 2024 - 09:20
کابل کې نږدې ۸۹۰ میلیون زړې افغانۍ وسوځول شوې
author avatar
10 Jul 2024 - 09:20

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان بانک وايي چې په کابل کې یې ۸۸۹ میلیونه او ۹۲۰ زره زړې او له کاره لوېدلې افغانۍ سوځولې دي.

د افغانستان بانک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه رقم بانک‌نوټونه د بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو پر بنسټ چې ټول رقمونه بانکنوټونه په کې شامل وو، پرون د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې له کره شمېرنې وروسته وسوځول شوې.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد اخند چې د زړو او سولېدلو بانکنوټونو سوځولو بهیر پر مهال یې خبرې کولې، له خلکو وغوښتل چې د سوداګریزو او اقتصادي راکړو ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه وکړي، څو له دې لارې د بانکنوټونو د ژر زړېدو مخنیوی وشي.

Views: 89

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.