کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۵): د هرات د ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت د زندهجان د تورو ډبرو لومړۍ جوپه – چې ارزښت یې ۱۰۰ زره امریکايي ډالره دی – د یوه شرکت له خوا د امریکا متحده ایالتونو ته صادر شوې ده.
د هرات د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا د افغانستان د صادراتي ډبرو لومړۍ جوپه ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې جوپه کې د هرات د زندهجان کان تورې ډبرې شاملې دي چې د هرات د صنایعو خونې له لارې د امریکا متحده ایالتونو ته صادرې شوې دي.
سرچینې زیاته کړې چې دغه اقدام د هېواد د معدني محصولاتو د صادراتو د پراختیا او په نړۍوالو بازارونو کې د هېواد د حضور د پراخېدو برخه کې مهم ګام بلل کېدای شي.
د خبرپاڼې له مخې، هرات د افغانستان له مهمو اقتصادي ولایتونو دی چې د بډایه کانونو، مناسب سوداګریز موقعیت او د صنعت برخه کې د پام وړ ظرفیتونو په لرلو سره د هېواد د صادراتو په پراختیا کې مهم رول لري.