ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بنو کې پاکستاني ځواکونو پر لاریون‌کوونکو ډزې کړې او مرګ‌ژوبله یې اړولې ده

بنو کې پاکستاني ځواکونو پر لاریون‌کوونکو ډزې کړې او مرګ‌ژوبله یې اړولې ده

author avatar
19 Jul 2024 - 15:18
بنو کې پاکستاني ځواکونو پر لاریون‌کوونکو ډزې کړې او مرګ‌ژوبله یې اړولې ده
author avatar
19 Jul 2024 - 15:18

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۳): راپورونه وایي چې امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان پوځي عملیاتو پر ضد د ننني لاریون پر ګډونوال ډزې کړې او یو شمېر کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

نن سهار لسګونو زره کسانو د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان د پوځ له خوا د پیل شوو «عزم استحکام» عملیاتو پر ضد لاریون وکړ، لاریون‌کوونکو ویل چې دوی هیڅکله خپله خاوره یو ځل بیا د ډالري جنګونو برخه نه شي ګرځولی او پښتانه نور پر خپل وطن ډالري جګړې نه مني.

بي‌بي‌سي ته سیمه‌ییزو خبریالانو ویلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر لاریون‌کوونکو ډزې کړې او مرګ‌ژوبله یې ورته اړولې ده.

په سیمه کې د یوه ځايي روغتون ډاکټرانو ویلي چې روغتون ته یو مړی او ۲۳ ټپيان وروړل شوي دي.

بل لور ته، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین هم په یوه فېسبوکي پیغام کې ادعا کړې چې پاکستاني پوځیانو پر سوله‌ییزو لاریون‌کوونکو ډزې کړې او یو شمېر کسان یې ټپيان کړي دي.

هغه له خپلو پلویانو غوښتي چې د بنو له لاریون‌کوونکو سره د همغږۍ په موخه راووځي.

دغه لاریون نن سهار د بنو ښار له پریټي ګېټ سیمې پیل شوی او ښايي د شاوخوا سیمو لکي مروت، کرک او شمالي وزیرستان ځیني اوسېدونکي هم ورسره یوځای شي.

د لاریون ډېری ګډونوالو د سولې نښې په توګه سپینې جامې اغوستې او سپین بیرغونه له ځان سره لېږدوي.

د پاکستان پوځ په تېره جون میاشت کې د خیبر پښتونخوا په بنو او ځینو نورو سیمو کې «عزم استحکام» په نوم د ځایي وسله‌والو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د یادونې ده، د چنګاښ په ۲۵مه په بنو کې وسله‌والو د پاکستان پوځ پر یوه مرکز لومړی د موټربم چاودنه وکړه، وروسته یاد مرکز ته ننوتل او نښته یې پیل کړه چې یوه ورځ یې دوام درلود.

د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه اته پاکستاني پوځیان ووژل شول او لسګونه نور کسان ټپیان وو.

Views: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.