کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر له خپل اوکرایني سیال غوښتي چې د روسیې د ډیزلو پر تاسیساتو بریدونه ودروي؛ هغه وایي، دغو بریدونو د سونتوکو کمښت رامنځته کړی او نړیوال بازار یې اغېزمن کړی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې د ایرلنډ په لوېدیځ کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
ټرمپ ویلي اوکرایني سیال یې ولودیمیر زیلینسکي باید په روسیه کې د ډیزلو د له منځه وړلو مخه ونیسي.
هغه زیاته کړې چې له زیلینسکي سره یې په دې اړه خبرې کړي او اوکراین کولای شي نور هدفونه په نښه کړي، خو د ډیزلو پر تاسیساتو دې بریدونه نه کوي.
ده ادعا کړې چې د ډیزلو نړیوال کمښت د منځني ختیځ له وضعیت سره تړاو نه لري، بلکې د روسیې او اوکراین د جګړې له امله رامنځته شوی دی.
رویټرز لیکلي، اوکراین په وروستیو میاشتو کې د اوږد واټن بېپیلوټه الوتکو په وسیله د روسیې د تېلو پر تصفیهخونو بریدونه زیات کړي چې له امله یې د دغه هېواد د سونتوکو تولید کم شوی او په ځینو سیمو کې د پټرولو کمښت رامنځته شوی دی.
اوکراین وایي، د روسیې د تېلو تصفیهخونې مشروع پوځي هدفونه دي، ځکه روسیه په دوامداره توګه د اوکراین پر انرژۍ تاسیساتو بریدونه کوي.
د راپور له مخې، د سپټمبر په ۱۱مه په امریکا کې د یوه ګیلن ډیزلو ملي منځنۍ بیه نږدې ۶.۰۶ ډالرو ته رسېدلې وه؛ یو کال مخکې دا بیه شاوخوا ۳.۷۱ ډالره وه. ډیزل په امریکا کې د لاریو، اورګاډو، بېړیو او کرنیزو وسایلو لپاره په پراخه کچه کارول کېږي.
د راپورونو له مخې، روسیې هم د روان کال لپاره د نفتو د تولید اټکل د تېرو ۱۷ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته راکم کړی او د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره یې د سونتوکو د صادراتو وړاندوینه هم کمه کړې ده.