ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د نجونو یو ښوونځی چې ۱۵ کاله مخکې یې ودانۍ جوړ شوې، لا هم نه دی فعال شوی

خوست کې د نجونو یو ښوونځی چې ۱۵ کاله مخکې یې ودانۍ جوړ شوې، لا هم نه دی فعال شوی

author avatar
29 Jul 2024 - 17:03
خوست کې د نجونو یو ښوونځی چې ۱۵ کاله مخکې یې ودانۍ جوړ شوې، لا هم نه دی فعال شوی
author avatar
29 Jul 2024 - 17:03

خوست‌ښار (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۳): خوست کې د نجونو یوه لومړني ښوونځي ته شاوخوا ۱۵ کاله مخکې دوه پوړیزه ودانۍ جوړه شوې، خو ښوونځی لا هم زده‌کوونکې نه لري او غیرفعال دی.

د نجونو دغه لومړنۍ ښوونځی د اسماعیل‌خېلو مندوزيو ولسوالۍ د ورزې په سيمه کې موقعیت لري.

د دې لرې پرتې سيمې اوسېدونکي وايي، کلونه کېږي د ښوونځي ودانۍ جوړه شوې خو د فعالېدو هيڅ څرک يې نه ليدل کېږي.

هغوی زیاتوي، په ټول هېواد کې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي خلاص دي، خو د دوی په سيمه کې د دغه يوازېني ښوونځي دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي.

د دې سيمي يوه اوسېدونکي محمدالله نورزي پژواک ته وويل: «دغه ښوونځی غيرفعال دی، نجونې زده‌کوونکې په کې نشته، تقريباً په ټول افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو مکتوبونه فعال دي، خو زموږ په سيمه کې چې يوه غرنيزه سيمه ده، د نجونو مکتب په کې غير فعال دی.»

د دې سيمې اوسېدونکي دغه راز وايي، هغه کورنۍ چې اقتصادي حالت يې يو څه ښه دی، خپلې لوڼې یې ښار او نورو سيمو ته بیولې خو هغه چې اقتصادي حالت يې کمزوری دی، لوڼې له زده‌کړو پاتې دي.

هغوی له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د نجونو دغه لومړنی ښوونځی دې زر تر زره فعال کړي.

د يادې سيمې يوه بل اوسېدونکي زمان په دې اړه پژواک ته وويل: «په دې سيمه کې زر ۱۲ سوه کورنۍ ژوند کوي، نجونې بېخي ډېرې دي، که دا مکتب فعال شي لېسه به ترې جوړيږي، زموږ په کلکه غوښته ده چې دا ښوونځی راته فعال شي؛ ځکه ضرورت دی او مصرف پرې شوی دی.»

د ورزې سيمې يادو اوسېدونکو دغه راز پژواک ته وويل چې د نجونو لومړني ښوونځي لپاره د يادې ودانۍ ځيني برخې تخريب شوې او په وينا يې، که يې ژر یې غم ونه خوړل شي، ښايي د ړنګېدو له ګواښ سره مخ شي.

بل پلو، ځايي مسوولين بيا ډاډ ورکوي او وايي، اسلامي امارت په دې هڅه کې دی چې ټولو سيمو ته پوهنيز بهير وغځوي.

د خوست مرستيال والي مولوي محبوب‌شاه قانت په دې اړه پژواک اژانس ته وويل چې د غيرفعالو ښوونځيو فعالولو ترڅنګ پوهنې رياست په هغو سيمو کې چې ښوونځي نشته، د کليوالي ټولګيو جوړولو پلان لري.

دی وايي: «پوهنې رياست په ډېر لوړ قيمت سره د پوهنې برخه کې کار شروع کړی او کوي يې هم؛ د ورزې د نجونو لومړني ښوونځي موضوع به موږ د معارف له رييس سره شريکه کړو، څو د دغه قوم حقه حقوق ضايع شوي نه وي او پر وخت د دوی دا ستونزه حل شوې وي.»

مرستيال والي دغه راز خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ او زياته يې کړه چې اسلامي امارت د پوهنې برخه کې د شته ستونزو او خنډونو د له منځه وړو لپاره بشپړه ژمنتيا لري.

دا یوازې د ورزي سیمه نه ده، د هېواد په ځینو نورو ځایونو کې هم ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې خو ښوونځي لا هم نه دي فعال شوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.