ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان کې ناپېژانده وسله‌والو د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر موټر ډزې کړې دي

پاکستان کې ناپېژانده وسله‌والو د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر موټر ډزې کړې دي

author avatar
31 Jul 2024 - 10:39
پاکستان کې ناپېژانده وسله‌والو د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر موټر ډزې کړې دي
author avatar
31 Jul 2024 - 10:39

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۳): د خیبر پښتونخوا په ډیره ‌اسماعیل ‌خان کې ناپېژانده وسله‌والو د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر موټر ډزې کړې دي خو چاته په کې زیان نه دی رسېدلی.

امریکا غږ نن په پوه راپور کې ویلي چې پرون د جولای په ۳۰مه ناپېژانده وسله‌والو د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د ملګرو ملتونو د مامورینو پر موټر ډزې کړې خو چا ته په کې زیان نه دی رسېدلی.

سرچینې د پولیسو له قوله لیکلي چې یاد موټر د مرمۍ ضد و او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې سیمه‌ییز کارکوونکي په کې سپاره وو.

د ډیره اسماعیل خان ولسوالۍ د پولیسو مشر عبدالسلام رسنیو ته ویلي چې په برید کې د پروژو د خدماتو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې سیمه‌ییز مامورین په نښه شوي وو.

هغه زیاته کړې چې په موټر کې سپرو کسانو ته هیڅ کوم زیان نه دی اوښتی او پولیسو د بریدګرو د پیدا کولو لپاره تصفیوي او د لټون عملیات پیل کړي دي.

سرچینې ویلي، تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی او د پاکستاني طالبانو غورځنګ «ټي‌ټي‌پي» هم په یوې اعلامیې کې په یاد برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې جولای میاشتې په ۱۵مه وسله‌والو د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر یوه پوځي مرکز برید کړی و چې په کې لږ تر لږه اته پاکستاني پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ کسان ټپیان شوي وو.

 

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.