Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د ا.ا د مشرتابه په شتون کې د اردو سلګونو مسوولینو ته “اصلاحي غونډه” جوړه شوه

کندهار (پژواک، ۱۱ زمری ١٤٠٣): د ا.ا مشر کندهار کې د اردو د سلګونو مسوولینو په غونډه کې ویلي چې مسوولین باید په قدرت مغرور نه شي او د خپل اړوند مسوولیت علم زده کړي، ځکه چې د هر مسؤلیت علم پر هغه مسؤل فرض دی.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې کندهار کې د ا.ا د مشر شیخ هبة الله اخندزاده په شتون کې د دغه وزارت څه باندې ۶۰۰ تنو مسؤولینو لپاره درې ورځنۍ "اصلاحي غونډه"جوړه شوه.

سرچینه زیاتوي چې د اسلامي امارت مشر دغې غونډې ته په وینا کې وویل: "تاسو نن ستر مسئولیت لری او هغه د اسلامي نظام ساتنه او استحکام دی، ګورئ چي په قدرت مغروره نه شئ او د اطاعت په وړاندې هم د بې روحه جسد په څیر واوسئ او د مشرانو د فرمانونو او امرونو تاویل مکوئ او استقامت وکړئ چي دا ستاسو لپاره جهاد دی."

په خبرپاڼه کې راغلي چې هغه د غونډې په دویمه ورځ مسؤلینو او مجاهدینو ته د مسؤلیت پیژندنې په اړه سپارښتنه وکره او ويې ویل:«د هر مسؤولیت علم پر هغه مسؤل باندي فرض دی او په هر هغه شي چې تاسو ته یې مسؤلیت درکړل شي علم یې باید زده کړئ، سیمه يیز تبعیض پریږدئ ځکه چې اختلاف او بې اعتمادي ستاسو د ماتې سبب ګرځي»

سرچینه زیاتوي چې په دغه غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو، د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، امربالمعروف، حج او اوقافو او ملي دفاع سرپرست وزیرانو و او د استخبارتو لوی رئیس هم برخه لرله.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه درې ورځنۍ غونډه د نفس اصلاح، مسؤلیت پیژندنې، د قدرت په وخت کې ښې بندګۍکولو، لا زیاتې همغږۍ او ښې حکومتولۍ په موخه کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول اردو قوماندانۍ په انګړ کې جوړه شوې وه.

سرچینه لیکي چې د غونډې په دویم ورځ علماء کرامو، د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد، د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال، د وسله وال پوځ لوی درستیز او په دغه سیمینار کې حاضرو د کابینې ‏غړو هر یو په وار سره په بېلابېلو موضوعاتو، لکه جهادي یادونو، ښې حکومتولۍ، د امنیتي ادارو ترمنځ همغږۍ، د مشرانو اطاعت، د نیت اصلاح، د بیت المال ساتنه، اسلامي ورورولۍ او د اسلامي امارت لاسته راوړنو په اړه ویناوې وکړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.