ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خیبر پښتونخوا کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي

خیبر پښتونخوا کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي

author avatar
3 Aug 2024 - 11:25
خیبر پښتونخوا کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي
author avatar
3 Aug 2024 - 11:25

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۳): د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان کې د قاضیانو پر یوه موټر د ناپېژاندو وسله‌والو ‌ډزو کې د پاکستاني پولیسو دوه افسران وژل شوي دي.

اسوشیټیډ پریس په یوه راپور کې ویلي چې پرون د جمعې په ورځ ناپېژاندو وسله‌والو په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو پر هغه موټر ډزې کړې چې درې قاضیان یې لېږدول.

سرچینې ویلي، په دغه برید کې د پولیسو دوه افسران وژل شوي خو قاضیانو ته زیان نه دی اوښتی.

سرچینې د سیمه‌ييزو پولیسو د مشر سلام خان له قوله لیکلي چې یاد برید د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان کې شوی دی.

پولیسو ویلي، یاد قاضیان چې موټر یې د برید ښکار شوی، په سیمه کې د غلا او «ترهګرۍ» ګڼې قضیې یې اورېدلې.

بلخوا، امریکا غږ نن په یوه راپور کې ویلي چې وسله‌والو په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو پر هغه موټر ډزې کړي چې د سیمه‌‌ييزو قاضیانو موټر یې بدرګه کاوه او په پېښه کې د پولیسو دوه افسران وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

سرچینې ویلي، وسله‌والو یاد برید په ټانک ولسوالۍ کې کړی خو تر اوسه کومې ډلې د برید ادعا نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې زمري میاشتې په لسمه هم د خیبر پښتونخوا په دیره ‌اسماعیل ‌خان کې ناپېژاندو وسله‌والو د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر موټر ډزې وکړې خو چاته پکې زیان نه و رسېدلی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.