کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۳): د تکواندو افغان لوبغاړي فرزاد منصوري د پاریس په المپیکي سیالیو کې له خپل امریکایي سیال څخه ماتې وخوړه.
د تکواندو افغان لوبغاړي فرزاد منصوري چې د پاریس په سیالیو کې د المپیک د نړیوالۍ کمېټې د کډوالو په ټیم کې لوبېږي نن په دغو سیالیو کې له خپل امریکایي سیال سي جي نیکولاس سره لوبه ترسره کړه.
همدارنګه په یاده سیالۍ کې افغان لوبغاړي په ترتیب سره لومړی او دویم رونډ ۷ – ۱۰ او ۱ -۳ خپل امریکایي سیال ته وبایلل.
دا لوبه په منفي ۸۰ کیلو ګرامه وزن کې ترسره شوه چې دوه پر صفر د امریکایي په ګټه پای ته ورسېده.
د معلوماتو له مخې، فرزاد منصوري باید اوس د سي جي نیکولاس نتیجې ته انتظار وباسي، که چیرې یاد امریکايي لوبغاړی پایلوبې ته لار پیدا کړي نو افغان لوبغاړی هم د برونزو مډال ګټلو چانس لري.
همدارنګه فرزاد منصوري له دې مخکې د جاپان په المپیکي سیالیو کې هم برخه اخیستې وه.
د یادونې ده، د ۲۰۲۴ کال د پاریس المپیکي سیالیو کې شپږ افغان ورزشکارانو برخه اخیستې وه چې درې یې نجونې او درې نارینه وو او له افغانستانه په کې یوازې صمیم فیضزاد شامل و او نور بیا په نورو هېوادونو کې اوسېږي.
دغه راز د یادو لوبغاړو سربېره یو شمېر افغان لوبغاړو د المپیک نړیوالې کمېټې د کډوالو په لوبډله کې د پاریس په المپیکي سیالیو کې ګډون کړې دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP