میدانښار (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۳): د میدان وردګو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د بهسودو لومړۍ حصه ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن ټپي دی.
د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د بهسودو لومړۍ حصه ولسوالۍ اړوند د جانم کوتل په سیمه یو لنډکروز ډوله موټر وروسته له هغې له سړک څخه منحرف شو چې یو موټرسایکل پر مخه ورغلی و.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن ټپی شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP