اسعداباد (پژواک، ٢٠ غویی ١٤٠٥): د کونړ امنيه قومانداني وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په مرکز کې یو پنځه کلن ماشوم لادرکه شوی و او نن یې مړی موندل شوی دی.
د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وايي، د عثمان په نوم دغه ماشوم تېره ورځ ماښام د دغه ولایت د مرکز اړوند په نواباد سیمه کې له خپل کوره لادرکه شوی و.
هغه وايي چې د دغه ماشوم مړی نن موندل شوی دی.
دهقان دغه پېښه “د ټولنې لپاره خواشینوونکې” بللې، وايي چې پولیسو له کشفي ادارو سره په ګډه د پېښې د څېړنې لپاره تحقیقات پیل کړي دي.