ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني د دوو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې

غزني د دوو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې

غزني ښار (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۳): په غزني ښار کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د سړکونو د جدولونو جوړولو او رنګولو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه وویل چې د غزني ښار په لومړۍ، دویمه، درېیمه او څلورمه ناحیو کې د سړکونو د جدولونو جوړولو او رنګولو چارې پيل شوې.

هغه وویل چې پر دغو پروژو شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او په دوو میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

ښاروال هيله وښوده چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به ترافیکي پېښې او ګڼه ګوڼه تر یوه حده کم شي.

د هغه په وینا، په دغو پروژو کې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

بل لورته، د دغو پروژو یوه کارګر یوسف پژواک ته وویل، خوښ دی چې په سیمه کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه وايي: «دا څه وخت بې‌کاره وم، د کور کرايه مې نه لرله دا پروژې چې پیل شوې موږ ته کار پیدا شو او خوشحاله یو چې حلال رزق ګټو.»

د یادونې ده، دا مهال په غزني کې د یو شمېر نورو رغنیزو پروژو چارې هم روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.