ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ا.ا درې کلن مزل؛ په بهرني سیاست کې یې لاسته‌راوړنې او ننګونې

د ا.ا درې کلن مزل؛ په بهرني سیاست کې یې لاسته‌راوړنې او ننګونې

author avatar
14 Aug 2024 - 08:52
د ا.ا درې کلن مزل؛ په بهرني سیاست کې یې لاسته‌راوړنې او ننګونې
author avatar
14 Aug 2024 - 08:52

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۳): ځینې شنونکي د ا.ا بهرنی سیاست ځکه ستایي چې «اقتصادمحوره دی او د لویو قدرتونو تر منځ یې موازنه ساتلې» خو وایي، د رسمیت‌پېژندنې لپاره باید په کور د ننه ستونزو ته رسېدنه وشي او د خلکو مشروع غوښتنې ومنل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د افغانستان سیاسي او ډیپلوماتیکه دستګاه ډېره ښه ځلېدلې، له ډیرو سختو شرایطو سره یې مقابله کړې ده او توانېدلې چې یو لوی دیپلوماتیک جال وغوړوي او له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړېکې ښې ټینګې کړي.

اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه بیا واک تر لاسه کړ، خو تر اوسه – سره له دې چې له لسګونو هېوادونو سره د سیاسي استازولیو له لارې تعامل لري، نوی جوړ شوی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

شنونکي په تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت د بهرني سیاست په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی سمیع‌الله احمدزی وایي، د اسلامى امارت بهرنى سياست هوښيارانه او په ملي ګټو ولاړ سیاست دی.

ده وویل: «اسلامى امارت له خپل حاکمیت سره سم، خپله بهرنۍ پاليسى اقتصادمحوره اعلان کړه؛ يعنى په اقتصادمحوره پاليسۍ که استخباراتي لوبو ته زمينه نه مساعدېږي، نو په دې اساس اسلامي امارت وتوانيده چې په تېرو درېیو کلونو کې خپل ځان په بهرني  سياست کى مستقل او خپلواک ثابت کړي.»

د ده په خبره، خپلواکي هغه څه ده چې افغانان یې په هره برخه کې غواړي او خپلواک حکومتونه کولای شي د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او اسلامي امارت په دغه برخه کې بریالی دی.

احمدزی وایي: «همدارنګه اسلامي امارت وتوانيد چى په بهرنۍ پاليسۍ کى د لويو قدرتونو ترمنځ موازنه وساتي، د لويو قدرتونو ترمينځ موازنه ساتل هغه څه و چى تير حکومتونه پکى پاتې راغلي وو، نو ځکه افغانستان ثبات نه شو پیدا کولای، دا چې اسلامي امارت د هغه موازنه حفظ کړې، نو يو باثبات حکومت لري.»

د ده په وینا، بهرنى سياست هغه څه دي چې له لارې یې له هېوادونو سره اړيکى ساتل کېږي او اسلامى امارت په نورو هېوادونو کې تر «څلوېښتو ډېرې» سیاسي استازولۍ لري او دغه‌راز د چین هېواد په شان له لویو قدرتونو سره تعاملات لري.

دی وایي، په تېرو درېیو کلونو کې اسلامي امارت وکولای شول نړۍ ته قناعت ورکړي چې د اسلامي امارت بدیل نشته او تر ټولو ښه لاره تعامل دی او نړۍ هم د نرم ځواک ټول اپشنونه وکارول او دوی هم اوس دې پایلې ته رسېدلي چې له تعامل پرته بله لاره نه لري.

احمدزی وایي، پورته مسایلو ته په کتو، اسلامي امارت په بهرني سیاست کې ښه روان دی، خو هغه زیاتوي چې سرپرست حکومت باید خپله بهرنۍ پالیسي مدونه کړي او دا باید د اساسي قانون تر جوړښت وروسته ترسیم شي.

د نړۍوالو چارو شنونکي زرغون شاه شینواري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو درېیو کلونو کې له اسلامي امارت سره د نړۍوالو اړيکي یو شان نه وې، هر بهرني دولت د خپلو لومړېتوبونو او اړتیاوو له مخې له امارت سره اړېکې لرلې دي.

ده وویل، څرنګه چې اسلامي امارت «د ډېپلوماتيک محروميت په دایره کې اچول شوی»؛ نو امارت هم د خپل سياسي مجبوريت له امله په ډېپلوماتيکو اړېکو کې کمیت ته لومړیتوب ورکړی، خو د اړيکو درلودونکو دولتونو شمېر او ناندریېز حالت ته چې وکتل شي نو د افغان چارواکو او ملت تنده پرې نه ماتېږي.»

د ده په وینا، اوس له چين پرته د افغانستان او ګاونډيانو اړیکې اغېزناکو بهرنیو دولتونو د خپلو ګټو او ستراتېژيو پر محور را څرخولې او ورځ په ورځ نوې لانجې زيږوي.

د ده په اند، ګاونډي دولتونه غواړي د افغانستان سرپرست حکومت سره اړیکې «د لومړنيو ضروري موادو او مسئلو په کړۍ کې وساتي، دا د احتياج افغانستان د ساتلو تيوري ده، موږ باید اساسي او زېربنایي مسلو ته پام وکړو.»

دی وایي، د افغانستان د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو مسله خورا مهمه او دومره حساسه ده چې پټو رېښو ته ورتلل ېې سوچ غواړي، خو په ښکاره داسې وېل کېږي چې د دوحې له هوکړې د اسلامي امارت یا د دواړو اړخونو سرغړونه، د  ټولګډونه حکومت نه جوړېدل، بشري حقونه، په نجونو د زده‌کړو او په ښځو د کار بنديزونه د اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندلو لاملونه دي.

د ده په خبره، هر څنګه چې وي، اندېښنه دا ده چې د پردې شاته بله کيسه نه وي، ترهغې چې دا اوسنی امارت په همدې يا په نوي جوړښت په رسميت نه وي پېژندل شوی د افغانستان ملي خپلواکي، ملي حاکمیت، ملي او بين المللي هويت،  ملي وحدت، باوري سوله او ملي مستقل بهرنی سياست هم تر سوال او هم تر ګواښ لاندې دی.

پخوانی ډېپلومات او د نړۍوالو چارو شنونکی عزیز معارج بیا وایي،  اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې په بهرني سیاست کې پاتې راغلی؛ دا ځکه چې د ده په ویناؤ، ویې نه شوای کولای له نړۍوالو اصولو سره سم له نړۍوالو سره اړيکې ټینګې کړي.

 د ده په خبره، اسلامي امارت له ګاونډیو سره هم ونه نشوای کولای چې ښې اړېکې ولري، خو ځینو ګاونډیو هېوادونو په «سلیقوي ډول» له کابل سره یو څه اړيکې ټینګې کړې دي.

معارج وایي، نړۍوالو خپل شرایط وړاندې کړي، وایي چې که حکومت کې مسلکي کسان وګومارل شي، اساسي قانون جوړ شي، بشري حقونو ته درناوی وشي او ټولګډونه حکومت جوړ شي، د افغانستان سرپرست حکومت به په رسمیت وپېژني.

د سرپرست حکومت چارواکي وایي چې افغانستان کې د شریعت په چوکاټ کې د ټولو حقونه خوندي دي، اوسنی حکومت ټولګډونه دی او د لاټولګډونوالي لپاره یې هڅې کوي.  د اسلامي امارت ویاند څه موده مخکې د اساسي قانون په اړه ویلي وو: «موږ له قانوني تشې سره مخ نه یو، اسلامي شریعت ډېر جامع قانون دی چې په حکومت او نظام کې د هر فرد دنده مشخصه کوي، اسلامي فقه کې پر دې بحث شوی او جزییات شته.»

دغه‌راز، د سیاسي چارو شنونکي توریالی همت وایي، په تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت بهرنی سیاست د ستایلو وړ دی، ډېر ښه سیاست یې له بهرنیانو، ګاونډیانو او د سېمې له هېوادونو سره لوبولی دی.

د هغه په خبره، نړۍوالو له اسلامي امارت سره په تېرو درېیو کلونو کې «ظلم او ناروا» کړې؛ ځکه چې د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط چې هغه جغرافیه ده، ولس دی، حکومت دی، حاکمیت دی او امنیت دی، پوره کړي، خو بیا یې هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

همت وایی، له ګاونډیو هېوادونو سره هم د اسلامي امارت راشه درشه او اړيکې د افغانستان له خوا ډېرې ښې دي، خو «دا ګاونډیان دي چې ظلمونه» کوي.

د سیاسي چارو دغه شنونکی وایي: «اسلامی امارت ځکه تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندل شوی چې نړۍوال وایي، په خالي لاس امارت اسلامي په تېرو درېیو کلونو کې خپله بودیجه پوره کړه، مامورین لري، په افغانستان کې یې امنیت قایم کړی دی، جزیزې د قدرت ختمې دي، کوکنار یې ټول ختم کړل، فساد کې افغانستان اول نمبر و اوس اخر نمبر دی، په نا امنۍ کې اول نمبر و، اوس په نا امنۍ کې اخر نمبر دی او په امنیت کې اول نمبر دی، هغوی وایي که دا اوس په رسمیت هم وپېژنو، دا خو بیا یو مثالي حکومت راځي بیا زموږ ولسونه هم دغسې حکومت غواړي.  زموږ حکومتونه خو بیا له منځه ځي.»

د ده په اند، په کابل کې د ځینو سفارتونو او نړۍوال ادارو د دفترونو شتون او په یو شمېر نورو هېوادونو کې د اسلامي امارت د استازولیو فعالیت په یو ډول د اسلامي امارت رسمیت پېژندل دي.

هغه وایي: «د افغانستان سرپرست حکومت چې هر څه کار وکړي، نړۍ یې په رسمیت نه پېژني، خو اسلامي امارت ته اسلامي فریضه هم ده او اسلامي، حقوقي حق پرې ولس لري چې د ولس مشروع غوښتي چې اسلام او افغاني دود سره ټکر نه وي هغه ومني، لکه د ښوونځيو خلاصېدل، کار اهل کار ته سپارل، د امیرالمومنین ښکاره کېدل، بیا نور دنیا مجبوره کېږي چې په رسمیت یې وپیژني، ځکه اوس خو وایي چې خلک ترې ناراضه دي، ځينې په خارج کې دي، ځینې یې په څه کې دي، نو دا چې خپل داخلي مشکلات حل کړي او ولس دې هم له فکر څخه کار واخلي، شپږ سوه اووه سوه کسان به یې د ورځې مړه کېدل، هره خور، هره مور او مېرمن ژړېدله، اوس هغه نشته، ولس دې هم لږ خپل سر ګریوان کې ښکته کړي او د دې نعمت شکر دې وباسي، ځکه کوم امنیت چې په دې درېیو کلونو کې راغلی، د ټولو خلکو سر او مال خوندي دی.»

خو د سیاسي چارو بل شنونکی محمداصف صدیقي بیا وایي: «د طالبانو بهرنی سیاست په ټوله کې منفي مخ ته روان دی؛ ځکه منفي خوا روان دی چې ولس په ډېر بد حالت کې دی او بل کومې غوښتنې چې نړۍوال له طالبانو لري، هغه د افغان ولس غوښتنې هم دي.»

دی هم وایي چې کار اهل کار ته وسپارل شي او د نجونو پر مخ تړل شوي ښوونځي او پوهنتونه خلاص شي.

د ده په وینا، اسلامي امارت ته نږدې کسان په دندو کې دي او د ژوند چارې یې هم ښې روانې دي، خو نور عام ولس په «بد حالت کې دی» او همدا لامل دی چې هره ورځ خلک نورو هېوادونو ته کډوال کېږي.

هغه وایي چې سرپرست حکومت باید د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

خو د سیاسي چارو بل شنونکی ادریس ځاځی وایي، په تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت بهرنۍ اړیکې تر ډېره حده کامیاب وې، دا په دې معنی چې افغانستان اوس په لسګونو هېوادونو کې سیاسي استازولي لري او دغه‌راز په کابل کې د یو شمېر هېوادونو سیاسي استازولۍ فعالې دي.  د هغه په خبره دا د داسې یوه حکومت لپاره چې نوی جوړ شوی وي، ډېر مزل دی.

دی وایي «د رسمیت پیژندنې په اړه ګڼ شمېر نظریات دي، ځینې کسان وایي که د امریکا غوښتنې ومنل شي نو اسلامي امارت به په رسمیت وپیژندل شي، ځینې بیا وایي چې د افغانانو غوښتنې ومنل شي نو اسلامي امارت به په رسمیت وپېژندل شي، خو په ټوله کې دلته یوه ابر قدرت هېواد (امریکا) ماتې خوړلې ده، نو هغه هېواد به د خپل حیثیت ساتلو لپاره هم د اسلامي امارت د رسمیت پيژندنې په برخه کې ژر ګام پورته نه کړي او نه به هم چاته اجازه ورکړي چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.»

ځاځی هم وایي، د افغانستان اسلامي امارت باید د نړۍوال مشروعیت د ترلاسه کولو په موخه په کور د ننه ځينې کارونه ترسره کړي؛ ځکه چې نړۍوال مشروعیت د کورني مشروعیت زېږنده ده او کله چې په کور د ننه مشروعیت ترلاسه شي، دلته بیا نړۍوال هم د مشروعیت لپاره لېوالتیا ښیي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل:«دا خبره دقیقه ده چې د افغانستان سیاسي او دیپلوماتیکه دستګاه ډېره ښه ځلېدلې ده او له ډېرو سختو شرایطو سره یې مقابله کړې ده او توانېدلې چې یو لوی دیپلوماتیک جال وغوړوي او له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړيکې ښې ټینګې کړي، د همسایه هېوادونو سره، د سېمې له هېوادونو سره، له اسلامي هېوادونو سره، البته ځينې هېوادونو چې لا تر اوسه نه دي راغلي د افغانستان سره دیپلوماتیک تعامل ته، هغه خو د هغوی ستونزه ده، افغانستان خپله ټوله خواري او کوشش کړی او لا یې هم کوي.»

ده وویل، د اسلامي امارت بهرنی سیاست د بهرنیو چارو وزارت له لوري پلې کېږي، ډیر په بریا روان دی او څومره چې وس وي په دغه برخه کې به هلې ځلې کېږي.

مجاهد د خلکو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د غوښتنو په اړه څه ونه ویل، خو تر دې مخکې یې ویلي چې اسلامي امارت هڅه کوي څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي او مشروع غوښتنې یې ومنل شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.