غزنيښار ( پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۳): غزني کې د دغه ولایت یو شمېر ولسوالیو ۴۴ اسلرونکو ترمنځ د نیزې وهنې سيالۍ ترسره شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امر حاجي بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د غزني اندړو ولسوالۍ کې د مرکز په ګډون د قرهباغ، ګیرو، اندړو، دهیک او واغظ ولسوالیو ۴۴ اس لرونکو ترمنځ د نیزې وهلو سیالۍ ترسره شوې.
نوموړي وویل، په دغو سیالیو کې ۱۱ لوبډلو ګډون کړی و چې هره لوبډله ۴ اس سپاره موجود وو او په پایله کې اندړو ولسوالۍ د محمد انور اندړ لوبډلې لومړی، مهمند جمیل دویم او حکیم سنایي درېیم مقامونه خپل کړل.
هغه زیاته کړه چې دغه سیالۍ د اسلامي امارت د بریا درېیمې کلیزې نمانځلو په مناسبت او ورزشکارانو د تشویق او دوديزو لوبو د ودې په موخه جوړې شوې وې.
ورته وخت کې هغه کسان چې د نیزې وهني په سیالۍ کې یې ګډون کړی خوښي څرګندوي او وایي، دغه ډول سیالۍ دې لا ډېرې شي.
یوه نیزه وهونکي محمد انور پژواک ته وویل، دغه لوبه له پلرونو په میراث ورپاتې ده او د لا پراخېدو غوښتنه یې کوي.
نوموړي وویل، ورزشي اداره دې دوی ته معیاري ډګرونه جوړ کړي څو آسونه په ډاډه زړه وځغلوي او هم دې د دې زمینه ورته برابره کړي چې له هېواده بهر سیالۍ کې ګډون وکړي او ویاړونه راوړي.
د یادوني ده، نیزه وهنه د افغانستان یوه له دودیزو لوبو ده چې د غزني ترڅنګ د هېواد په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې هم ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP