ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغان کډوالو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ټینګښت برخه کې د پلونو رول لوبولی”

“افغان کډوالو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ټینګښت برخه کې د پلونو رول لوبولی”

author avatar
16 Aug 2024 - 19:46
“افغان کډوالو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ټینګښت برخه کې د پلونو رول لوبولی”
author avatar
16 Aug 2024 - 19:46

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۳): افغان کډوالو پاکستان کې څلورو لسیزو کې هیڅ داسې حرکت نه دی کړی چې د خپل هېواد د کمزورۍ او بدنامۍ لامل یې شي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو د ټینګښت برخه کې د پلونو رول لوبولی او د پاکستان اقتصادي وده کې یې ستره ونډه اخیستې.
دغه څرګندونې نن په اسلام اباد کې د ا.ا.ا سرپرست سفیرمولوي سردار احمد شکېب په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو د درېیمې کالیزې په مناسب جوړې شوې غونډې ته وکړې.
په دغې غونډه کې د پاکستان فدرال وزیر ریاض حسین پیرزاده، افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني، د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، د پارلمان غړي محمود خان اڅکزي، د جماعت اسلامي امیر سراج الحق، د سیفران مخکني وزیر او د پیپلز ګوند غړي سناتور طلحه محمود، د وحدت المسلمین ګوند مشر علامه راجه عباس جعفري، د تحریک انصاف ګوند استازو، ګڼو نورو پاکستاني چارواکو او د سیاسی پارټیو غړو، مشهورو ژورنالېستانو، د پوهنتونونو، مدارسو او اکاډمیکو علمي کادرونو او دینی علماوو ګډون کړی وو.
همداراز، د روسیې، چین، عراق، ایران، ازبکستان، قطر، اندونیزیا، مالیزیا، سوډان، یمن، قرغزستان او نورو ګڼو سیاسي استازولیو مرستیال سفیرانو او ډیپلوماټانو هم په دغو مراسمو کې بر خه اخیستې وه.
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وینا والو، د افغانستان او پاکستان پر دوه اړخیزو اړیکو، مشترکاتو، د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو او مبارزې خبرې وکړې.
غونډې ته د وینا پر مهال، اسلام آباد کې د ا.ا.ا سرپرست سفیر مولوي سردار احمد شکېب وویل چې د اګست (۱۵م- د زمري ۲۴م) د افغان ولس لپاره ډېر لوړ ارزښت لري، دا ورځ د افغانانو د زړورتیا، سرښندنې، قربانۍ او نه ماتېدونکې روحیې سمبول دی.
ده زیاته کړه: « درې کاله وړاندې په همدې ورځ د الله تعالی په مرسته افغان ولس د اسلامي امارت تر رهبرۍ لاندې، د درېیم ځل لپاره له درېیم بهرني اشغال څخه خپله آزادي ترلاسه کړه او د خپلې خاوري واک یې بېرته په خپل لاس کې واخیست.»
نوموړي همداراز، تیرو درېیو کلونو کې د حکومت لاسته راوړنو ته په اشارې وویل چې په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان د ډېرو مثبتو لاسته راوړنو شاهد دی. له دغو لاسته راوړنو څخه یو د سرتاسری امنیت او ثبات ټینګښت دی چې په ټول هېواد کې یې د سوداګرۍ، پانګونې او سیاحت لپاره زمینه برابره کړې.

هغه زیاته کړه چې دغه راز د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د خلکو د ژوندانه د ښه والي او د عامه خدمتونو د زياتوالي په هدف د بنسټيزو او پراختيايي پروژو کار پيل شوى.
نوموړي ټینګار وکړ چې په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې توانېدلی چې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره ښې دیپلوماټیکې او سوداګریزې اړیکې جوړې کړي.
دده په خبره ، تر دې دمه پورې د افغانستان اسلامي امارت په څه کم ۴۰ هېوادونو کې دیپلوماټیک او قونسلي استازولۍ لري او تر۲۰ زیات سفارتونه او ۳۰ نړیوالې موسسې په افغانستان کې په آزادانه ډول خپل سیاسي او خدماتي حضور لري.
د شکیب په وینا، د افغانستان حکومت باور لري چې د متقابل درناوي، تفاهم او همکارۍ له لارې، د نړیوالي ټولني په کتار کې د سوله ییز او هوسا چاپیریال په رامنځ ته کولو کې خپل نقش ادا کولی شي.
پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه سفیر یادونه وکړه چې افغان کډوالو دلته پاکستان کې داسي ژوند تېر کړی چې د افتخار وړ دی او د افغانستان د بډایه فرهنګ، ملي عنعناتو او اسلامي ارزښتونو سفیران اوسیدلي.
دی زیاتوي، پاکستان کې افغان کډوالو هیڅ داسي حرکت په دې څلورو لسیزو کې نه دی کړی چې خدای مکړه د خپل هېواد د کمزورۍ او بدنامۍ لامل شي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو د ټینګښت برخه کې د پلونو رول لوبولی او د پاکستان په اقتصادي وده کې یې ستره ونډه اخیستي ده.
همداراز ده د پاکستاني ولس له مېلمه پالنې څخه هم مننه وکړه چې په تېرو څو لسیزو کې یې د افغان مهاجرینو کوربتوب کړی او د وروڼو په څېر یې ژوند کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.