غزنيښار (پژواک، ۲۷ زمري ۱۴۰۳): د غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او اووه نور ټپیان دي.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د قرهباغ ولسوالۍ اړوند د باران کلا سیمه کې یو لوکسل او فیلډر موټر ټکر کړی دی.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې یو کس مړ او د موټرچلوونکو په ګډون اووه نور کسان ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره، د پېښې ټپیان او د مړ شوي کس جسد د غزني ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې ورځ هم په غزني کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان ټپیان شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP