پلخمريښار(پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۳): بغلان کې امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې یوه ځوان د ټوپک په ډز خپل ځان وژلی دی.
د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د دهنه غوري ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د توپک په ډز خپل ځان وژلی دی.
دی زیاتوي چې د لومړنیو څېړنو له مخې دغه ځوان له خپلې مور سره تر لفظي شخړې وروسته پر خپل ځان د چرهيي ټوپک ډز کړی چې له ټپي کېدو وروسته یې ساه ورکړې.
د برهاني په خبره، د پېښې رامنځته کېدو سرچینه د زوی او مور ترمنځ پر کومه کورنۍ موضوع شخړه ده.
دا په داسې حال کې ده چې ځانوژنه د اسلام له نظره کبیره ګناه ده او هیڅکله باید څوک د ژوند د کړاوونو له امله دې چارې ته مخه نه کړي، بلکې پر ځای یې باید د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP