ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې لسګونو نابینا ښځو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوه

لغمان کې لسګونو نابینا ښځو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوه

author avatar
19 Aug 2024 - 16:54
لغمان کې لسګونو نابینا ښځو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوه
author avatar
19 Aug 2024 - 16:54

مهترلام (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۳): د لغمان د کډوالو چارو ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې یې ۳۰ نابینا مېرمنو ته د زده‌کړو مرکز پرانیستی چې د زده‌کړو ترڅنګ به دوه وخته خواړه او میاشتنۍ پیسې هم ورکول کېږي.

د لغمان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي غلام‌الرحمن بلال پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ یې د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار په سلطان‌غازي بابا ښارګوټي کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ ۳۰ نابینا مېرمنو ته د زده‌کړو مرکز پرانیستی دی.

د نوموړي په وینا، په دغه مرکز کې به یاد شمېر مېرمنو ته د قران‌کریم او برېل لیک (خط) زده‌کړې ورکول کېږي او ترڅنګ به یې د غرمې ډوډۍ او په میاشتني ډول ۹۸۰۰ افغانۍ هم ورکول کېږي.

د هغه په خبره، دغه ښوونیز پروګرام به څلور میاشتې دوام وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.