ژبه

پنجشېر کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي

پاراخ (پژواک، ۳‍۱ زمری ۱۴۰۳): ځایي سرچینې وايي، پرون مازدیګر د پنجشېر په رخه ولسوالي کې سېلابونو زرګونه جریب کرنیزه ځمکه، د اوبو ډېری کانالونه، د برېښنا واړه بندونه، پلونه او پلچکونه ویجاړ کړي دي.

د پنجشېر د رخې ولسوالۍ د پیاوشت کلي اوسېدونکي عبدالرقیب پژواک خبري اژانس ته وویل: «پرون مازدیګر په دې ولسوالي کې ویجاړوونکي سېلابونه راغلل او د خلکو هغه دار او ندار یې چې د سیند غاړې ته وو، له ځان سره یووړل.»

د یادې ولسوالۍ د چمالورده کلي اوسېدونکي لطف‌الله وویل: «سېلاب نن کرنیزې ځمکې، د کرنیزو اوبو او برېښنا بندونه ټول یې له ځان سره یووړل؛ له حکومته غواړو چې له خلکو سره مرسته وکړي؛ ځکه ډېر زیانمن شوي دي.»

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملک‌زاده وايي، د یادو سېلابونو راتلو له امله زرګونه جریب کرنیزه ځمکه، د اوبو ډېری بندونه، د برېښنا واړه بندونه، پلونه او پلچکونه ویجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه یې د مرګ‌ژوبلې په اړه راپور نه دی ترلاسه کړی.