کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۳): د چین نړۍوالې سوداګرۍ پراختیا شورا د نړۍوالو اړیکو مرستیال وایي، غواړي د سالم ژوند، ځیرکو موټرونو، پاکې انرژۍ، میکانیزه کرنې او ډیجيټلي سیسټم برخو کې د همکارۍ او تعاملاتو بهیر افغانستان ته هم وغځوي.
د چین نړۍوالې سوداګرۍ پراختیا شورا د نړۍوالو اړیکو مرستیال دغه څرګندونې په یاد هېواد کې له افغان سفیر سره په لیدنه کې کړې دي.
په چین کې د افغانستان سفارت پرون پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په دغه هېواد کې د ا.ا سفیر بلال کریمي د چین نړۍوالې سوداګرۍ پراختیا (CCPIT) شورا د نړۍوالو اړیکو څانګې له مرستیال شان مینګ سره وکتل.
شان مینګ ویلي چې د دوی اداره غواړي د سالم ژوند، ځیرکو موټرونو، پاکې انرژۍ، میکانیزه کرنې او ډیجیټلي سسیټم برخو کې د همکاریو او تعاملاتو روان بهیر افغانستان ته هم وغځوي.
نوموړي زیاته کړې، پلان لري د روان میلادي کال په نومبر کې د یادو موارد په اړه یو لوی نندارتون جوړ کړي چې شاوخوا ۹۰ هېوادونه به په کې برخه واخلي.
شان مینګ په یاد نندارتون کې په بیجینګ کې د ا.ا د سفارت او همدارنګه افغان سوداګرو د ګډون غوښتنه هم وکړه.
سرچینې ویلي، په دې کتنه کې د ا.ا سفیر بلال کریمي وویل چې په افغانستان کې اوسمهال د پانګونې او سوداګرۍ لپاره مهم فرصتونه رامنځته شوي، امنیت ټینګ دی، د نظام له خوا د سوداګرو او پانګهوالو ملاتړ تر بل هر وخت ډېر دی.
کریمي زیاته کړې، دوی چمتو دي چې د پورتنیو مواردو اړوند په افغانستان کې له مربوطه ادارو سره لازمه همغږي وکړي، څو د مشترکو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره لازم پرمختګونه رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اکسټ په پنځمه هم په چین کې افغان سفیر بلال کریمي د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره کتلي وو.
په یاده کتنه کې د چين او افغانستان ترمنځ د سیاسي اړیکو د لا پراختیا، له ګاونډیو او سیمې له هېوادونو سره د متقابل تعامل له مخې د ښو اړیکو او اقتصادي اتصال د پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، ترانزیټي، کونسلي او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې وې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن