کندهار (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۳): د کندهار سیمهییز مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالي کې دوې کوچنۍ خویندې په اوبو کې د لامبو پر مهال ډوبې او مړې شوې دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ ارغنداب ولسوالي کې دوې کوچنۍ خویندې چې عمرونه یې اووه او نهه کلونه ښودل شوي، په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړې شوې دي.
هغه وویل، پېښه د یادې ولسوالي د سرکاري باغ په ظاهرشاهي کانال «لویه ویاله» کې رامنځته شوې ده.
ظاهرشاهي کانال ته ډير وخت د ورڅېرمه سیمو د کورونو ښځینه د جامو وینځلو او اوبو وړلو په موخه ورځي.
د معلوماتو له مخې سږ کال په دغه سیمه کې د دغو دوو نجونو په ګډون ۱۸ کسان په اوبو کې ډوب او مړه شوي چې اته یې ماشومان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP