لښکرګاه (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۳): د هلمند ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت مرافعه محکمې درېیو کسانو ته په عام محضر کې تعزيري سزا ورکړه.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، د يادو تورنو له ډلې دوه پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزيري سزا او درېيم متهم پر اته مياشتې تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري محکوم شوي دي چې په خبره یې، نن یادو کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکړل شوه .
بلخوا، سترې محکمې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې ياده پرېکړه د هلمند د مرافعه محکمې، د جنوب غرب زون د تميز عالي ریاست او د سترې محکمې د قضايي معاونيت له تاييد وروسته تطبيق شوه.
سرچینه زیاتوي چې په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د يادې ولسوالۍ ولسوال، امنيه قوماندان، د استخباراتو مسوول او د نورو ادارو مسؤولینو او عامو هېوادوالو ګډون کړی و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن