غزنيښار (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۳): په غزني کې د ۴۰ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول چې د اړوندو کورنیو سلګونو نارینه او ښځینه خپلوانو په کې ګډون کړی و.
د یاد واده دغه ګډ مراسم نن غرمه د غزني ښار په یوه خصوصي سالون کې نیول شوي وو.
د واده تنظیموونکي قاري محمدغوث کاویش پژواک خبري اژانس ته وویل، د ۴۰ جوړو د واده دغه مراسم یې ځکه ونیول چې د هغوی کورنیو د اقتصادي ستونزو له امله نه شو کولای ځان ته مراسم ونیسي.
د هغه په خبره، پر دغه واده څه باندې اته سوه زره افغانۍ لګښت راغلی چې د سعادت خیریه بنسټ له لوري ورکړل شوی دی.
هغه زیاته کړه، یادو زومانو ته یې د کور ټول سامانونه هم اخیستي چې په وینا یې، دغه کار یې له بېوزلو کورنیو سره د مرستې، په ټولنه کې د اخلاقي فساد مخنیوي او په ټوله کې د لوړ ولور کمېدو په موخه ترسره کړی دی.
د نوموړي په خبره، دا پروسه به په راتلونکي کې هم دوام وکړي او هڅه به يې دا وي چې د ملي سوداګرو او شتمنو وګړو پر مټ ځوانانو ته ودونه وکړي.
د دغه واده یوه ګډونوال رحمت پژواک ته وویل، کوم کسان چې د واده لګښت نه شي پوره کولی، دغه ډول مراسم ورته غوره لار ده.
بل لور ته، زومان هم د دغه ډول ودونو ترسره کېدو ته خوښ دي.
د هغوی له ډلې یوه زوم منصور پژواک ته وویل، د خپل واده لګښت یې نه شوای ورکولى او کلونه کېدل چې کوژدن و خو اوس یې د یوه خیریه بنسټ له لوري واده ترسره شو.
دی زیاتوي، پر واده یې هیڅ ډول لګښت نه دی راغلى، ټول مصارف یې سعادت خیریه بنسټ له لوري ورکړل شوي دي.
ورته مهال، د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حمیداله نثار وویل، دغه ډول ودونه باید دود شي څو خلک په لږ لګښت واده وکړي.
هغه وویل: «موږ هڅه کوو چې له علماوو سره په ګډه دغه فرهنګ ته وده ورکړو.»
د یادونې ده، له دې مخکې هم یو ځل د یاد بنسټ له لوري په غزني کې د واده ګډ مراسم ترسره شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن