ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خیبر پښتونخوا کې سېلابونو ۶۸ کسان مړه کړي

خیبر پښتونخوا کې سېلابونو ۶۸ کسان مړه کړي

author avatar
31 Aug 2024 - 11:37
خیبر پښتونخوا کې سېلابونو ۶۸ کسان مړه کړي
author avatar
31 Aug 2024 - 11:37

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۳): پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پشتونخوا ایالت کې د سېلابونو راتلو له امله ۶۸ کسان مړه شوي دي.

اکسپرېس تربیون راپور ورکړی چې په یاد ایالت کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې سخت بارانونه شوي چې له امله یې ۱۱۷ کسان ټپیان شوي هم دي.

د راپور له مخې چې د یادې پېښې ۳۲ قربانیان ماشومان دي.

د ویلو ده، یادو سېلابونو د پام وړ مالي زیانونه هم اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون (جمعه) هم په خیبر پښتونخوا کې د ځمکې ښویېدو له امله د یوې کورنۍ ۱۲ غړي مړه شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.