ژبه

امریکا د ایران سوېل کې د توغندیو پر مرکزونه او کښتيو بريدونه کړي

توسط پژواک

مې 26, 2026 - 11:02 am

Views: 7

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د امریکا پوځ وايي، د ایران په سوېل کې یې د توغندیو پر ځینو مرکزونو او هغو کښتیو بریدونه کړي چې د دوی په وینا، د ماینونو اېښودو هڅه یې کوله.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سېنټکام ویاند ټېم هاوکېنز ویلي، دغه بریدونه د «ځان‌ د دفاع» په چوکاټ کې ترسره شوي او موخه یې په سیمه کې د امریکايي ځواکونو ساتنه وه. هغه زیاته کړې چې امریکا د روان اوربند پر مهال له زغمه کار اخلي، خو د خپلو ځواکونو د دفاع حق به يې خوندي وي.
د راپورونو له مخې، بریدونه د ایران سوېل کې بندرعباس او هرمز تنګي ته نږدې سیمو کې شوي دي.
امریکايي چارواکو ویلي، په دغو بریدونو کې د ایران د توغندیو ځایونه او هغه کښتۍ په نښه شوي چې ادعا کېږي د سمندري ماینونو اېښودو لپاره کارېدې.
د یادونې ده، هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو سمندري لارو بلل کېږي.
ایران تر اوسه په رسمي ډول د دغو بریدونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو ځینو ایراني رسنیو د بندرعباس او د خلیج د یو شمېر ټاپوګانو په شاوخوا کې د چاودنو د غږونو راپورونه خپاره کړي دي.
اسوشیټېډ پرېس د ایراني رسنۍ «تابناک» له قوله لیکلي چې په دغو بریدونو کې د سپاه پاسداران څلور غړي وژل شوي، خو دا شمېر په خپلواک ډول نه دی تایید شوی.
دغه بریدونه داسې مهال شوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند او احتمالي هوکړې په اړه خبرې روانې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، له امریکا سره په خبرو کې یو څه پرمختګ شوی، خو دواړه لوري لا هم وروستۍ هوکړې ته نه دي نږدې شوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې له ایران سره خبرې «ښې روانې دي»، خو ټینګار یې کړی چې یوازې به داسې هوکړه ومني چې د امریکا په وینا «ښه او قوي» وي. نوموړي همدارنګه د سیمې له هېوادونو غوښتي چې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د ابراهیم تړونونو ته ورګډ شي.
په همدې حال کې، ځیني راپورونه ښيي چې په قطر کې د ایران د کنګل شوو پیسو د ازادېدو، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو او د اوربند غځېدو په اړه هم خبرې روانې دي. خو د امریکا وروستي بریدونه ښيي چې د پوځي فشار او ډیپلوماسۍ بهیر لا هم پر یو وخت روان دی.