ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا د جاني‌خېلو ولسوالۍ د یو شمېر سیمو خلک له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې دي

د پکتیا د جاني‌خېلو ولسوالۍ د یو شمېر سیمو خلک له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې دي

author avatar
31 Aug 2024 - 16:26
د پکتیا د جاني‌خېلو ولسوالۍ د یو شمېر سیمو خلک له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې دي
author avatar
31 Aug 2024 - 16:26

ګردېز (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۳): د پکتیا د جاني‌خېلو ولسوالۍ خلک وايي چې په دې ولسوالي یوازې یو مخابراتي انتن دی او ډېر خلک یې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

په دې اړه جاني‌خېلو یوه اوسېدونکي ذبيح‌الله پژواک ته وويل چې د مخابراتي خدمتونو محدودیت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وينا، په ټوله ولسوالي کې يوازې يو مخابراتي انتن دی او په ډېرو سیمو کې خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه: «یوازې یو انتن د ولسوالۍ په بازار کې دی، په درو او لرو ځایونو کې خلک مخابراتو ته لاسرسی نه لري، د یو تماس لپاره باید څو کیلومتره مزل وکړي.»

دغه راز، د دې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي رنګين هم پژواک ته په خبرو کې د مخابراتي خدمتونو له محدودیته شکایت وکړ.

نوموړي وويل: «کله چې تماس نیسو، د غرونو سرونو ته پورته کېږو، له هغه وروسته اړيکه نيسو، نو زموږ د شبکو مشکلات بېخي زيات دي، موږ په دې برخه کې د کومک غوښتنه کوو.»

د جاني‌خېلو ولسوالۍ یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له مسوولینو يې د یادې ستونزې د ژر حل غوښتنه وکړه.

بل لور ته، حکومتي مسوولین بیا د یادې ستونزې د حل ډاډ ورکوي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وياند عنايت‌الله الکوزي پژواک ته وويل چې دا مهال د جاني‌خېلو ولسوالۍ په مرکز او یوه بله سيمه کې دوه مخابراتي سايټونه فعال دي.

نوموړي وويل: «د پکتيا جاني‌خېلو په ګډون هغه سيمې چې محرومې دي، هغو ته نوي سايټونه په پام کې نيول شوي چې په فعالېدو به يې د هغوی مخابراتي او انټرنېټي ستونزې حل شي.»

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسوولينو د معلوماتو له مخې، د هېواد ټولو محرومو سيمو کې شاوخوا ۴۵۰ سايټونو ته اړتیا ده چې د ځینو جوړولو چارې پيل شوې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.