ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 د کندهار په لسو ولسوالیو کې څارویو ته د واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو

 د کندهار په لسو ولسوالیو کې څارویو ته د واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو

author avatar
2 Sep 2024 - 18:22
 د کندهار په لسو ولسوالیو کې څارویو ته د واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو
author avatar
2 Sep 2024 - 18:22

کندهار (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۳): د کندهار د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې  څارویو ته د چیچک او طاعون ناروغیو د مخنیوي په موخه د واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.

د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول محمدحنیف حقل وایي، دغه واکسین د هالنډ کمېټې په مالي مرسته د دغه ریاست له لورې تطبقېږي.

ده وویل، دغه واکسین به په د پنجوايي تر څنګ په میوند، ارغستان، سپین بولدک، خاکرېز، ارغنداب، دامان، ډنډ، غورک او نیش ولسوالیو کې څارویو ته ولګول شي.

ده زیاته کړه: «دا ۸۲ زره دوزه واکسین دی چې د راتلونکو دوو اونيو په لړ کې به څارویو ته د ۲ افغانیو په بدل کې د سیمې د ثبت او راجستر شوو کلینکونو له لورې تطبیق شي.»

په سویلي زون کې د هالنډ کمېټې د واکسین برخې مسوول امین‌الله کریمي وایي، دغه واکسین به لومړی د لسو ولسوالیو په هغه سیمو کې تطبیق شي چې ډېره اړتیا وي او دغه‌راز د څارویو لپاره د چنجیو ضد درملو کمپاین هم په نږدې راتلونکې کې پيلوي.

په ورته وخت کې مالداران هم خوښ دي چې څارويو ته یې د چیچک اوطاعون ناروغیو د مخنیوي په موخه واکسین تطبقېږي.

د پنجوايي د یخ څاه د سیمي یو مالدار سخي رحمان په دې اړه وایي: «دا واکسین زموږ د پسونو لپاره ډېر ښه دي، نه مصرف لري او نه تګ غواړي بل ځای ته، چې دا واکسین نه وي په میږو او پسونو مو مرض ګډ شي بیا خو ډېر مري لکه پخوا چې مړه شوي دي، نو موږ د دوی کورودانی وایو.»

د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د کندهار په نورو ولسوالیو کې به هم د اړتیا په صورت کې  دغه او دې ته ورته واکسین څارویو ته د نورو ناروغیو د مخنیوي په موخه پيل کړي څو څاروي له بېلابېلو ناروغیو وژغورل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.