ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجشېر کې د پاکو اوبو رسولو ۵۹ شبکې جوړېږي او ۸۵۰۰ کورنیو ته به د مرستو وېشلو پروګرام پیل شي

پنجشېر کې د پاکو اوبو رسولو ۵۹ شبکې جوړېږي او ۸۵۰۰ کورنیو ته به د مرستو وېشلو پروګرام پیل شي

author avatar
4 Sep 2024 - 13:17
پنجشېر کې د پاکو اوبو رسولو ۵۹ شبکې جوړېږي او ۸۵۰۰ کورنیو ته به د مرستو وېشلو پروګرام پیل شي
author avatar
4 Sep 2024 - 13:17

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۳): د خوړو نړۍوال سازمان په پنجشېر کې د مرستو په ډېرولو سره له ۸۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو دوامداره مرسته پيلوي او د اغاخان بنسټ د دغه ولايت په پنځو ولسوالیو او مرکز کې ۵۹ د پاکو اوبو شبکې او کانالونه جوړوي.

د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د دغه ولایت په مقام کې د امارتي ادارو او نړۍوالو موسسو ناسته جوړه شوه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پنجشېر والي حافظ محمداغا حکیم په دې ناسته کې ویلي: «د اسلامي امارت په راتګ سره په پنجشېر کې پرله‌پسې د پرمختګونو شاهدان یو خو یاد پرمختګونه بسنه نه کوي.»

هغه له نړۍوالو موسسو غوښتي چې په پنجشېر کې د وروستیو سېلابونو له زیانمنې شوو کورنيو سره مرستې وکړي، تخریب شوي عامه ځایونه او  پروژې ورغوي او د خلکو کرنیزو ځمکو ته رسېدلو زیانونو ته رسېدنه وکړي.

ده ویلي چې د دغه ولایت د خلکو اقتصاد کمزوری دی او له هغوی سره مرسته به وکولای شي په راتلونکي ژمي کې یې له ستونزو وباسي .

د خبرپاڼې له مخې، د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیواېف‌پي) ژمنه وکړه چې خپلې مرستې زیاتوي، په میاشتني ډول له ۸۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کوي او اوو روغتیایي مرکزونه ته د ماشومانو د وینې کمښت او ناسمې تغذيې لپاره د تقويې مواد ورکوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ډبیلواېف‌پي استازي په یاده ناسته کې ویلي چې په دغه ولایت کې له ۱۵۰۰ څخه ۸۵۰۰ کورنیو ته مرستې ډېروي او دغه مرسته به له یوې کره سروې وروسته له یادو کورنیو سره په دوامداره توګه ترسره کېږي.

هغه ډاډ ورکړی چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو زیانمنو ته به د کورونو جوړولو لپاره پر مرستو سربېره له ۳۰۰ نورو زيانمنو کورنیو سره هم بېلابېلې مرستې کوي.

په خبرپاڼه کې د جزئیاتو له ورکولو پرته راغلي چې د پنجشېر خلکو، په تېره بیا زیانمنو ته د مرستو د جلب په موخه له نړۍوالو موسسو سره د ولایتي ادارې په غونډه کې د اغاخان بنسټ مسوول اشرف خان ډاډ ورکړی چې د پنجشېر په مرکز او پنځو ولسوالیو (شتل عنابه، رخه، حصه اول او پریان)  کې به د پاکو اوبو رسولو ۵۹ شبکې او کانالونه جوړ کړي.

هغه ویلي چې د دغو پروژو لومړنۍ چارې سرته رسېدلې او پر ځینو يې کار پیل شوی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.