ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«تېر یوه کال کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت څه باندې ۱۷ سلنه لوړ شوی»

«تېر یوه کال کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت څه باندې ۱۷ سلنه لوړ شوی»

author avatar
5 Sep 2024 - 14:13
«تېر یوه کال کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت څه باندې ۱۷ سلنه لوړ شوی»
author avatar
5 Sep 2024 - 14:13

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان بانک وایي، په تېر یوه کال کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ساتنه په ښه ډول شوې او په سوداګریزو بانکونو کې د پېرودونکو پر امانتونو د محدودیتونو کچه هم راټیټه شوې ده.

د یاد بانک مسوولینو په وینا، دا مهال د سوداګریزو بانکونو ټولې چارې د اسلامي شریعت په رڼا کې له سود پرته ترسره کېږي او د افغانۍ ارزښت د امریکایي ډالر پر وړاندې څه باندې ۱۷ سلنه لوړ شوی دی.

دغه څرګندونې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد نن په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام کې وکړې.

هغه وویل، د افغانستان بانک په تېر یوه کال کې توانېدلی چې د معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ښه ډول وساتي.

خالد زیاته کړه، د افغانستان بانک د بانکوالۍ سکټور د پرمختګ، خوندیتوب او ټیکاو په موخه د پام وړ ګامونه پورته کړي چې په دې برخه کې په سوداګریزو بانکونو کې د پېرودونکو پر امانتونو د محدودیتونو کچه راټیټه شوې ده.

هغه زیاته کړه، د افغانستان بانک په افغانستان کې د اسلامي بانکوالۍ د لا ډېرې ودې او پراختیا لپاره اغېزناکې هڅې کړې، په دې برخه کې د افغانستان بانک هلې‌ځلې دوام لري او دا مهال د سوداګریزو بانکونو ټولې چارې د اسلامي شریعت په رڼا کې له سود پرته ترسره کېږي.

د افغانستان بانک مرستیال دغه راز وویل چې دغه بانک د هېواد په کچه په تېره یوه کال کې څه باندې اووه میلیارده زړې افغانۍ سوځولې دي.

دغه راز، د یاد بانک د پولي سیاست رییس احمدجواد سداد وویل، د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په چنګاښ میاشت کې د انفلاسیون کچه منفي ۶،۶ سلنه او په تېره کال چنګاښ میاشت کې د انفلاسیون کچه منفي ۹،۱ سلنه وه.

دی وایي، د تېر کال په اوږدو کې د افغانۍ ارزښت د امریکایي ډالر پر وړاندې ۱۷،۲۵ سلنه لوړ شوی او د انفلاسیون کچه هم په مطلوب حد کې ساتل شوې ده.

د افغانستان بانک د بانکي څارنې ریاست مرستیال احسان‌الله منصور وویل، دا مهال په اونۍ کې انفرادي بانکي حسابونو کې د پیسو ایستل له ۷۰ زره افغانیو ۱۵۰ زره افغانیو ته لوړ شوي او همدارنګه ډالري حسابونو کې له ۱۰۰۰ امریکایي ډالرو ۲۰۰۰ امریکایي ډالرو ته لوړ شوي دي.

دی وایي، اوس له انفرادي بانکي حسابونو په میاشت کې ۵۰۰ زره افغانۍ ایستل کېدای شي خو دغه کچه مخکې ۲۵۰ زره افغانۍ وه، همدارنګه له ډالري حسابونو ۶زره ډالر ایستل کېدای شي خو مخکې دغه کچه ۳۰۰۰ امریکایي ډالر وه.

د افغانستان بانک د غیربانکي مالي موسسو د څارنې رییس احمدظاهر ناصرزي وویل، په تېر کال کې د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې‌کوونکو لپاره قانون جوړ او توشیح شوی دی.

دی وایي، په یاده موده کې صرافیو او د پولي خدمتونو شرکتونو ته څه باندې ۱۴۹ جوازونه او د هېواد په ټولو برخو کې څه باندې ۳۰۹ نمایندګیو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان بانک په تېر یوه کال کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ساتلو خبره په داسې حال کې کوي چې د پژواک موندنې ښیي، یاد بانک د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال په اوږدو کې د افغانۍ ارزښت او ثبات ساتلو په موخه په ۴۰ ځلونو کې ۵۹۴ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي وو.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.