ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ له سوېلي افریقا سره درې یو ورځنیو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

کرکټ بورډ له سوېلي افریقا سره درې یو ورځنیو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

author avatar
12 Sep 2024 - 14:35
کرکټ بورډ له سوېلي افریقا سره درې یو ورځنیو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه
author avatar
12 Sep 2024 - 14:35

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ له سوېلي افریقا سره د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړ.

دغه سیالۍ به د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۸مه د متحده عربي اماراتو د شارجې کرکټ لوبغالي کې پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۲مې به دوام ولري.

کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د لوبغاړو غوراوي کمېټې نن د سوېلي افریقا پر وړاندې د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ لپاره د لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د کرکټ ملي لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ تېره اونۍ د نیوزیلېنډ لوبډلې پر وړاندې د یوازېنۍ ټيسټ‌لوبې لپاره د تمریناتو پر مهال ټپي شو او د چپې پښې ښنګری یې واوښت چې له امله به یې د سوېلي افریقا پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ برخه نه وي.

کرکټ بورډ دغه راز ویلي چې د ملي لوبډلې د ورو توپ‌اچوونکي مجیب‌الرحمن د لاس ټپ لا نه دی رغېدلی او د سوېلي افریقا پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو کې به د افغان لوبډلې ملتیا نه کوي.

سرچینې ویلي، د سوېلي افریقا پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو لپاره په افغان لوبډله کې دوو ځوانو لوبغاړو ته چې په کورنیو سیالیو کې یې له ځانه غوره وړتیا ښودلې، ځای ورکړل شوی، ښی لاسی پیلیز توپوهونکی عبدالمالک چې په تېرو کورنیو لېسټ اې سیالیو کې یې ښه وړتیا ښودلې وه، د ابراهیم ځدراڼ پر ځای لوبډله کې شامل شوی دی.

همدارنګه، بل توپ‌وهونکی دروېش رسولي چې په تېرو لېسټ اې او شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې یې له ځانه وړتیا وښوده، لوبډلې ته اضافه شوی دی.

کرکټ بورډ ویلي، د ملي لوبډلې بل لوبغاړی راشدخان چې په تېرو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو کې د ایرلېنډ پر وړاندې ونه لوبېد، اوس بېرته لوبډلې ته راګرځېدلی دی.

د کرکټ بورډ معلوماتو له مخې، په لوبډله کې نور هغه لوبغاړي شامل دي چې د روان کال په مارچ میاشت کې د ایرلېنډ پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لړۍ کې لوبېدلي وو.

د سوېلي افریقا پر وړاندې د افغان لوبډلې په نوملړ کې حشمت‌الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت‌شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن‌الله ګربز او اکرام علي‌خېل ویکټ ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، راشدخان، ننګیال خروټی، الله‌محمد غضنفر، بلال سمیع، فضل‌الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فریداحمد ملک شامل دي.

سرچینې د افغانستان کرکټ بورډ د اجرائیوي رییس نصیب خان له قوله لیکلي: «د لومړي ځل لپاره د سوېلي افریقا کوربه‌توب کوو چې دا زموږ د کرکټ په تاریخ کې غوره لاسته‌راوړنه شمېرل کېږي. سوېلي افریقا د کرکټ د نړۍ خورا غوره لوبډله ده او د دې لوبډلې پر وړاندې لوبو ته موږ ټول لېوال یو.»

نوموړي ویلي: «له لویو لوبډلو سره لوبو ته موږ د یوې پروسې په سترګه ګورو او غواړو چې زموږ لوبډله په دوه اړخیزو سیالیو کې هم هومره پیاوړې شي څومره چې د تېرو دوه- درې کلونو په موده کې په بېلابېلو نړۍوالو جامونو کې لوبېدلې ده.»

د یادونې ده، د روانې وږي میاشتې په ۱۹مه سوېلي افریقا هم د افغانستان پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو لوبو لپاره خپله ملي لوبډله اعلان کړې وه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.