ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د قزاقستان سفیر وايي، افغانستان د دوی لپاره یو مهم اقتصادي هدف دی

کابل کې د قزاقستان سفیر وايي، افغانستان د دوی لپاره یو مهم اقتصادي هدف دی

author avatar
12 Sep 2024 - 16:40
کابل کې د قزاقستان سفیر وايي، افغانستان د دوی لپاره یو مهم اقتصادي هدف دی
author avatar
12 Sep 2024 - 16:40

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۳): په کابل کې د قزاقستان سفیر وایي چې افغانستان د دوی لپاره یو مهم اقتصادي هدف دی او د دغه هېواد د غنمو لپاره یو ښه بازار او ترانزیټي لار ګڼل کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد تکل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، نن په کابل کې د قزاقستان جمهوریت سفیر علیم‌خان یسین ګیلدییف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره ناسته وکړه.

تکل ویلي: «د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له فتحې وروسته په کابل کې د قزاقستان د سفارت د کار دوام وستایه او په تېرو درې کلونو کې يې د افغانستان او قزاقستان د اړیکو پراختیا کې د سفیر د رول ستاینه وکړه.»

متقي د افغانستان او قزاقستان اړیکې نږدې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ پر لا پراختیا ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د قزاقستان د سفیر ماموریت بریالی وباله او په راتلونکي ماموریت کې يې هم ورته د بریا هیله څرګنده کړه.

تکل زیاته کړې، په یاده ناسته کې د قزاقستان سفیر علیم‌خان یسین ګیلدییف ویلي، د ماموریت په موده کې يې په قزاقستان کې د ممنوعه ډلو له لیسته د «طالبانو غورځنګ» لرې کېدل او په استانه کې د ا.ا.ا. د شارژدافیر منل، دوه مهم سیاسي پرمختګونه وو.

د قزاقستان سفیر ویلي، افغانستان د قزاقستان لپاره یو مهم اقتصادي هدف دی او د هغه هېواد د غنمو لپاره یو ښه بازار او ترانزیټي لار ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړې، قزاقستان او افغانستان دواړه لویو بازارونو ته د توکو د لېږد لپاره ترانزیټي لارې ورکولای شي.

ده د افغانستان موقعیت د سیمې او په ځانګړې توګه د قزاقستان لپاره ارزښتناک وباله.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.