جلالاباد (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۳): د ننګرهار عدليې رياست د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د موټر پلورنځيو اتحاديه او ۱۳ موټر پلورنځي د قانوني اسناد نه درلودو له امله تړلي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر مولوي صديقالله قريشي د وږي په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د دغه ولايت د عدليې رياست چارواکو له لوري د موټر پلورنځيو نظارت ترسره شوی دی.

هغه زياته کړه چې په دغه نظارت کې د ننګرهار ولايت د موټر پلورنځيو اتحاديه او ورسره ۱۳ موټر پلورنځي د غيرقانوني فعاليتونو له امله تړل شوي دي.

دی وايي، عدليې رياست هڅه کوي خپل دغه نظارت په دوامداره ډول وساتي او د غيرقانوني معاملاتو او فعاليتونو مخنيوی وکړي.

له دې مخکې هم د ننګرهار عدليې رياست له لوري په دغه ولايت کې ځيني موټرپلورنځي او د معاملاتو د لارښوونې ځيني دفترونه د قانوني اسنادو نه درلودو له امله تړل شوي دي.