Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وثیق: نړۍوال ورزشي بنسټونه دې د تېر په څېر د افغانستان ورزش ته پاملرنه وکړي

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): د المپیک ملي کمېټې رییس د کورش نړۍوال فدراسیون له یوه پلاوي سره په لیدنه کې له نړۍوالو ورزشي بنسټونو او ادارو غوښتي چې د تېر په څېر دې د افغانستان ورزش ته پاملرنه او له افغان ورزشکارانو دې ملاتړ وکړي.

د کورش نړۍوال فدراسیون څلور کسیزه پلاوی نن له غرمې وروسته کابل ته راغی او د المپیک ملي کمېتې له رییس مولوي احمدالله وثیق سره یې وکتل.

د المپیک ملي کمېټې رییس مولوي احمدالله وثیق وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره د ورزش په برخه کې د پام وړ لاسته‌راوړنې لري او په وینا یې چې په تېرو درېیو کلونو کې د ورزش لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

دی وايي، هغه فدراسیونونه چې رییسان یې افغاستان کې دي، پرمختګ یې کړی او هغه فدراسیونونه چې رییسان یې بهر کې دي، له پرمختګ پاتې دي.

وثیق د المپیک پر نړۍوالو  بنسټونو او ادارو غږ وکړ چې د تېر په څېر د افغانستان ورزش ته پاملرنه او له افغان ورزشکارانو ملاتړ وکړي.

هغه له راغلي پلاوي وغوښتل چې د افغانستان د ورزش وضعیت له نږدې وګوري او د هېواد د ورزش حقیقي انځور د المپیک نړۍوالې ادارې ته وړاندې کړي.

وثیق وویل، د المپیک ملي کمېټې، د اسلامي امارت په راتګ سره په لومړي کال کې ۱۲، دوهم کال کې ۲۲ او په درېیم کال کې ۹۲ مډالونه ترلاسه کړي دي.

د المپیک ملي کمېټې د فدراسیونونو رییس محمداعظم کوهي په تېرو درېیوکلونو کې د المپیک ملي کمېټې ته د بودېجې نه ورکړه یوه اساسي ستونزه یاده کړه او  له راغلي پلاوي یې وغوښتل چې دغه ستونزه د المپیک نړۍوالې ادارې ته ورسوي.

د المپیک ملي کمېټې ویاند اتل مشواڼي پژواک ته وویل چې د کورش نړۍوال فدراسیون څلورکسیزه پلاوی د افغانستان د کورش ملي فدراسیون له ملي انتخابي سیالیو د لیدنې په موخه کابل ته راغلی دی.

دی وايي، ټاکل شوې ده چې سبا کابل کې د کورش ملي فدراسیون ملي انتخابي سیالیو دوولسم پړاو د هېواد د لسو ولایتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شي.

هغه زیاته کړه چې یادې سیالۍ به درې ورځې دوام وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.