ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د یوه کانال د رغولو چارې بشپړې او د بل چارې پيل شوې

کندهار کې د یوه کانال د رغولو چارې بشپړې او د بل چارې پيل شوې

author avatar
1 Oct 2024 - 02:58
کندهار کې د یوه کانال د رغولو چارې بشپړې او د بل چارې پيل شوې
author avatar
1 Oct 2024 - 02:58

کندهار (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۳): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ۱۰۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه کانال د رغونې چارې بشپړې شوې او د ښار په شپږمه حوزه کې بیا د ۸۵۲ زره ډالرو په لګښت د یوه کانال د رغونې چارې پيل شوې.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي مرستیال مولوي صدراعظم په میوند ولسوالۍ کې ملالۍ کانال د ګټې اخیستنې د مراسموپر مهال پژواک خبري اژانس ته ته وویل، دغه کانال د ۱۰۶ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) پهمالي مرسته رغول شوی دی.

ده وویل: «د میوند د چینې په کلي کې دغه کانال دوه نیم کیلومتره جوړ شوی چې د اوبو د ضایعاتو مخه به تر ډېره ونیسي، موږ نن د یوبل کانال (پنج آب) د اساسي رغونې چارې هم پیل کړې چې د کندهار ښار د شپږمې حوزې څخه پیل بیا تر پنجوايي ولسوالۍ پورېرسیږي، دا کانال ۴ کیلومتره په پاخه ډول جوړیږي چې پر دې پروژه ۸۵۲ زره امریکايي ډالر لګښت راځي او دا هم د UNDP له خواورکول کیږي

د هغه په وینا، ژمن دي چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اوبو چکډېمونه او نورې د کرنې اړوند پروژې پلې کړي.

د کندهار د اقتصاد رییس بیا وویل، د پنج اب کانال چې له مرکز څخه پيل تر پنجوایي ولسوالۍ پورې رسیږي تر ۲۵ زره کیلومتره پورېځمکه خړوبوي چې دا به د ډېرو زیاتو اوبو د ضایعاتو مخنیوی وکړي او د خلکو پر اقتصاد مستقیم مثبت اغېز لري.

هغه زیاته کړه: «د پنج اب له کانال څخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۹ زره کسان ګټه اخلي چې دا د هغوی د اقتصاد لپاره یو سترګام دی، نو د دغسي کانالونو په اساسي ډول جوړونې سره نه یوازې چې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی کیږي، بلکې دا پر کرنه مسقیم مثبتاغېز لري او کرنه هم ورسره میکانیزه کیږي

د کندهار د میوند ولسوالۍ د چینې د کلي یو تن اوسېدونکی اغا شرین په دې اړه وایي: «دا کانال زموږ لپاره ډېر ګټور، شو اوس به د ۴۰سلنه ضایع کېدونکو اوبو مخه ونیول شي، موږ په میوند کې دغه یوه چینه لرو چې ډېره لږ ځمکه خړوبوي، موږ دلته د یوه بند لپاره ډېره ښهساحه لرو که دا بند راته وتړل شي د میوند ټولې ولسوالۍ ته به یې ګټه ورسیږي او د اوبو کچه به را لوړه شي

چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم د هېواد په ټولو ولسوالیو کې یو یو چکډېم جوړیږي تر څو د خلکو ستونزې حل او اوبه ورسره مهار شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.