ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان پر تازه مېوو د تعرفې لوړېدل؛ له کندهاره پاکستان ته د انارو صادرات کم شوي

د افغانستان پر تازه مېوو د تعرفې لوړېدل؛ له کندهاره پاکستان ته د انارو صادرات کم شوي

author avatar
1 Oct 2024 - 11:56
د افغانستان پر تازه مېوو د تعرفې لوړېدل؛ له کندهاره پاکستان ته د انارو صادرات کم شوي
author avatar
1 Oct 2024 - 11:56

کندهار (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۳): کندهار کې د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې مسوولین وايي، د پاکستان له لوري د افغانستان پر تازه مېوو د تعرفې له لوړېدو وروسته اوس له دغه ولایته پاکستان ته د انارو صادرات کم شوي دي.

په داسې حال کې چې په تېره یوه اونۍ کې له کندهار ولایته هندوستان او پاکستان ته څه باندې درې زره ټنه انار صادر شوي، اوس د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې مسوولین وايي، د پاکستان له لوري د افغانستان پر تازه مېوو د تعرفې له لوړېدو سره دغه هېواد ته سږ کال د انارو په صادراتو کې کموالی راغلی دی.

د یادې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو کلونو کې به د انارو د صاراتو له پيل سره سم هره ورځ شاوخوا پنځوس لارۍ انار پاکستان ته صادرېدل چې په یوه ورځ کې سلګونه ټنه کېږي خو اوس‌مهال د صادراتو دغه لړۍ ډېره پیکه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «پاکستان د افغانستان په انارو ټکس نږدې دوه برابره زیات کړی او دا ستونزه لا هم پر ځای پاتې ده، نو له همدې امله ډېری د انارو باغونه د سوداګرو له خوا نه دي اجاره شوي او صادرات په ډېره کمه اندازه ترسره کېږي؛ ځکه په بهر کې په داسې بیه نه پلورل کېږي چې سوداګر ته د مصارفو تر څنګ کافي ګټه پاتې شي.»

د هغه په وینا، له پاکستاني لوري سره یې د تعرفې کمېدو په اړه خبرې کړې چې یوازې په یوه ټن کې یې لس زره کلداري ورسره منلې دي.

ورته مهال، دغه ولایت کې د انارو سوداګر وایي، په تېرو کلونو کې د انارو په یوه ټن ۱۰۸ زره کلدارې مالیه ورڅخه اخیستل کېده خو اوس ۱۹۰ زره کلدارو ته لوړه شوې ده.

د انارو یو سوداګر او د تازه مېوې د اتحادیې رییس نانی اغا وایي: «دغه مالیه چې ټاکل شوې په سوداګرو بيخي ډېره ده؛ ځکه سوداګر به دغه پیسې په انار اچوي او بیا به یې په پاکستان یا هند کې پلوري، نو کله چې د ټکس او نورو مصارفو پیسې ورباندې ولوېږي بیا د انارو بیه لوړېږي او په هغه لوړه بیه نه پلورل کېږي.»

دغه راز، کندهار کې د انارو بڼوال بیا وایي، سږ کال یې د انارو حاصلات ښه دي خو د صادراتو د کمښت له امله سم بازار نه لري.

د ارغنداب ولسوالۍ یو بڼوال حمدالله وایي، اوس‌مهال په بازار کې یو من (څلورنیم کیلوګرامه) انارو ۳۰ افغانۍ بیه لري چې دا د پخوا په پرتله څو برابره کمه ده.

هغه وویل: «موږ دغه باغ په لس لکه اجاره کړی، نو اوس یو کارتن انار چې تر دوه منه ډېر انار په کې وي تر ۶۰ یا ۷۰ افغانۍ بالا نه خرڅيږي، که اوس لارې خلاصې شي، صادارت زیات شي، دغه انار به دلته په یونیم سل یا دوه سوه افغانیو خرڅېدی.»

د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، تېر کال له کندهار څخه ۹۰ زره ټنه انار پاکستان، هند او په ډېره کمه اندازه ځینو نورو هېوادونو ته صادر شوي وو.

هغوی وايي، هڅه کوي له حکومت سره په ګډه د تازه مېوې د صادراتو لپاره بدیلي لارې پیدا کړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.