Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د جلغوزیو حاصلات سږ کال ۳۵۰۰ ټنه اټکل شوي

خوست ښار (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۳): د خوست د جلغوزیو اتحاديې مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات ۳۵۰۰ ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښیي.

دغه راز، د جلغوزیو سوداګر هم وايي چې تېر کال د طبيعي افتونو او د کمو ورښتونو له امله د لويې پکتيا په ځانګړي ډول د خوست د جلغوزو حاصلات کم وو، خو سږ کال يې حاصلات زيات شوي دي.

هغوی له حکومتي مشرانو غوښتنه لري، د چیني سوداګرو پر ځای دې دوی ته دا زمينه برابره شي چې خپل محصولات چين او د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر کړي.

هغوی همدا ډول وايي، که په کور دننه د جلغوزيو د پروسس او بسته‌بندۍ معياري کارخونې جوړې شي، نو عايد به يې دوه برابره زيات شي.

د جغلوزيو يوه سوداګر مکمل پژواک خبري اژانس ته وويل: «موږ چې له افغانستان څخه په خپله چين ته جلغوزي يوسي فايده يې زياته ده، خو اوس موږ ته فايده په دې نه کوي چې چينايان سوداګر يې په خپله وړي او ټوله فايده چين ته ځي.»

يوه بل سوداګر ناصر خان هم پژواک ته وويل: «چينايان دلته راځي موږ يې په خپله بايد هلته ته يوسي، دا زمينه موږ ته بايد برابره کړي دولت، سږ کال چينايان دلته راغلي دي ان د جلغوزيو غرونو ته ختلي دي.»

دغه سوداګر وايي، دا مهال په کور دننه د جلغوزيو ټول کاروبار په پاکستانۍ کلدارو ترسره کېږي چې له کبله يې دوی هر کال په ميليونونو افغانۍ زيان وي.

دوی له حکومتي چارواکو غوښتنه کوي چې د نورو کاروبارونو په څېر دې د جلغوزيو راکړه ورکړه هم په افغانيو ترسره شي.

د جلغوزيو يو سوداګر حکيم ځدراڼ وايي: «جلغوزي ټول په کلدارو باندې خرڅېږي، کلدارې خو د ډالر او افغانيو په مقابل کې ارزښت له لاسه ورکړی. موږ غواړو چې جلغوزي دې په افغانيو شي؛ ځکه خپله سکه مو ده.»

د معلوماتو له مخې، تېر لمریز کال د ۲۷ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت څه باندې ۲۵۰۰ ټنه جلغوزي چین، هند، پاکستان، عربي متحده اماراتو، او امریکا ته صادر شوي دي.

په همدې حال کې په خوست کې د جلغوزيو اتحاديې مسوولين وايي، د دوی د اټکل له مخې ښايي سږ کال د جلغوزيو حاصلات ۳۵۰۰ ټنو ته ورسيږي.

د جلغوزيو اتحاديې مرستيال حاجي ساحل خان پژواک ته وويل: «کوم کال چې ورښتونه ډېر وشي بيا په هماغه کال باندې ميوه‌دارې ونې په ځانګړي ډول جلغوزي ښه حاصلات ورکوي، نو سږ کال د جلغوزيو حاصلات بيخي ښه دي او زموږ باور دا دی چې راتلونکي کال ته به له دې هم ښه وي.»

هغه زیاتوي چې د دوی د اټکل له مخې ښايي سږ کال د جلغوزيو حاصلات ۳۵۰۰ ټنو ته ورسېږي.

ورته مهال، ځايي حکومتي مسوولين بيا وايي چې د جلغوزيو د سوداګرو د ستونزو حل لپاره دوی له مرکزي حکومت سره په اړيکه کې دي او د حل ډاډ ورکوي.

د خوست والي وياند مستغفر ګربز پژواک ته وويل، د دوی دروازې د سوداګرو، په ځانګړي ډول د جلغوزيو سوداګرو پر مخ خلاصې دي او ولايتي ادارې له مرکز سره خبره شريکه کړې او د ستونزو لپاره حل لار لټوي.

جلغوزي د افغانستان ارزښناکه مېوه ده چې د نورو هېوادونو ترڅنګ چین ورته زیاته تقاضا لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.