Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون سیالیو کې ګډون کوي

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي چې د هېواد د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون سیالیو کې ګډون کوي.

د افغانستان د والیبال فدراسیون اداري مرستیال محمدعارف پیمان نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د هېواد د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون سیالیو کې چې د ازبکستان په کوربه‌توب ترسره کېږي، ګډون کوي.

هغه زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، مالدیف، نیپال او سریلانکا لوبډلې برخه لري.

نوموړی وایي چې له یوې میاشتې راهیسې د والیبال ملي لوبډله په کابل کې په تمرینونو بوخته ده، څو یادو لوبو ته ښه چمتووالی ونیسي.

د افغانستان د والیبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ به د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۸مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵مې پورې به دوام ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.