Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کورنیو چارو وزارت د اروزګان خلکو ته د څاګانو سرونو پټولو لپاره ضرب‌‌الاجل وټاکه

ترینکوټ (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت پلاوي اروزګان کې خلکو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی څو د ژورو څاګانو سرونه پټ کړي او که څوک په دې موده کې دغه کار عملي نه کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی اروزګان ولایت ته راغلی، نن یې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولایت خلکو ته خبرداری ورکړ چې ډېر ژر دې د ژورو څا‌ګانو سرونه وپوښي.

د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت لوی ریاست د ولایتي چارو رییس او د دغه پلاوي مشر شیخ محمدحنیف ملنګ وویل، ژورو څاګانو ته د لوېدو خطر مخنیوي برخه کې د اسلامي امارت مشرتابه حکم باید پر ټولو پلی شي.

هغه ولایتي او د ولسوالیو مسوولینو ته وویل: «د مشرتابه یاد حکم په ټولو سیمو کې تر خلکو ورسوئ او د پلي کولو لپاره یې جدي هڅې وکړئ.»

هغه زیاته کړه، خلک له لسو تر پنځلسو ورځو پورې وخت لري چې د لوڅو برمو سرونه وپوښي.

ملنګ زیاته کړه، که څوک په یاده ټاکلې موده کې بیا هم دغه حکم عملي نه کړي، ودې نیول شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.

هغه له دیني عالمانو هم وغوښتل چې په خپلو سیمو کې د څاګانو د سرونو لوڅ پاتې‌کېدو خطرونو په اړه خلک وپوهوي.

ژورې څا‌ګانې د ځمکو خړوبولو په موخه کيندل کېږي چې خلک یې د سرونو پټولو ته پام نه‌ کوي او ډېر کله په کې ماشومان، لویان او څاروي لوېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.