ترینکوټ (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت پلاوي اروزګان کې خلکو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی څو د ژورو څاګانو سرونه پټ کړي او که څوک په دې موده کې دغه کار عملي نه کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی اروزګان ولایت ته راغلی، نن یې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولایت خلکو ته خبرداری ورکړ چې ډېر ژر دې د ژورو څاګانو سرونه وپوښي.
د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت لوی ریاست د ولایتي چارو رییس او د دغه پلاوي مشر شیخ محمدحنیف ملنګ وویل، ژورو څاګانو ته د لوېدو خطر مخنیوي برخه کې د اسلامي امارت مشرتابه حکم باید پر ټولو پلی شي.
هغه ولایتي او د ولسوالیو مسوولینو ته وویل: «د مشرتابه یاد حکم په ټولو سیمو کې تر خلکو ورسوئ او د پلي کولو لپاره یې جدي هڅې وکړئ.»
هغه زیاته کړه، خلک له لسو تر پنځلسو ورځو پورې وخت لري چې د لوڅو برمو سرونه وپوښي.
ملنګ زیاته کړه، که څوک په یاده ټاکلې موده کې بیا هم دغه حکم عملي نه کړي، ودې نیول شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.
هغه له دیني عالمانو هم وغوښتل چې په خپلو سیمو کې د څاګانو د سرونو لوڅ پاتېکېدو خطرونو په اړه خلک وپوهوي.
ژورې څاګانې د ځمکو خړوبولو په موخه کيندل کېږي چې خلک یې د سرونو پټولو ته پام نه کوي او ډېر کله په کې ماشومان، لویان او څاروي لوېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن