Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګ‌‌‌ژوبله اوښتې

فیض‌اباد (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۳): د بدخشان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي چې یاده پېښه پرون مازیګر د یاوان ولسوالۍ په «دره سري» سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، یاده پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې قربانیان د کندوز اوسېدونکي وو.

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.